د ننګرهار د ملي امنیت رییس داد محمد حریفي وایي، دا هغه پاڅون کوونکي دي چې له درېیو میاشتو راهیسې، د ظاهر قدیر تر مشرۍ لاندې حرکت پیل کړی وو، نن له دولت سره یوځای شول.

په ننګرهار کې د ولسې جرګې د لومړي مرستیال عبدالظاهر قدیر ګڼ وسله وال حکومتي اډانې ته ننوتل. دغه کسان چې ویل کیږې شمیر ېې شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته رسيږي، له دې وروسته به د ملي امنیت ادارې له لوري سمبالیږي.

د شینوارو په څو ولسوالیو کې درې میاشتې وړاندې ګڼو خلکو د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) پر ضد وسله راپورته کړه.

د دې وسله والې ډلې شتون هغه مهال ناندرۍ را پورته کړې چې څه موده وړاندې ېې د څلورو کسانو چې دوی د داعش غړي بلل، سرونه پرې کړل.

له ننګرهاره نعمت الله کریاب په خپل رپوټ کې کاږي چې له حکومت سره د قومې وسله والو د یوځای کیدو غونډه د ننګرهار په نا امنه ولسوالۍ نازیانو کې جوړه شوې وه.

دغو قومې ملیشو د ننګرهار په اچین او نازیانو ولسوالیو کې د داعش پر ضد وسله واخیسته او مشري ېې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر کوله چې دی ېې ځايي پاڅونوال بولي.

ننګرهار کې د ملي امنیت رییس داد محمد حریفي په نازیانو کې د خبرو پرمهال وویل، د شینوارو دغه پاڅونوال به په خپلو وسلو له دې وروسته د دولت وسلوالو مخالفینو پر ضد مبارزه کوي او د افغانستان څارګره اداره یا ملي امنیت به ېې پالنه کوي.

“دا هغه پاڅون کوونکي دي چې له درېیو میاشتو راهیسې، د حاجی صاحب ظاهر تر مشرۍ لاندې حرکت پیل کړی وو. نن همدغه خلک له دولت سره یوځای شول. دوی تقریبا ټول سلاح لري. یو ځل چې موږ به پوه شو دوی کومې اړتیاوې لري، نو ننګرهار کې امنیتي ځواکونه به یې اکمال کړي.” ښاغلی حریفي وایي، د شینوارو پاڅونوال به په خپلو وسلو تر دې وروسته د دولت مخالفینو پر ضد مبارزه کوي او د افغانستان ملي امنیت ریاست به ېې پالنه کوي.

دا لا نه ده ملومه چې دغو کسانو ته به لکه د نورو امنیتي ځواکونو معاشونه ورکول کیږي کنه.

څه موده وړاندې دغو وسله والو په اچین ولسوالۍ کې له څلورو کسانو سرونه پرې کړل چې ددوی په خبره د داعش ډلې غړي وو.دې کار په کور دننه او بهر نیوکې را پورته کړې او ارګ د څیړنو لپاره یو پلاوی وټاکه.

په نننۍ غونډه کې یو قومي مشر ملک نذیر له حکومته وغوښتل چې دغه پلټنې ودروي.

که څه هم داچین او نازیانو دغه وسله وال یواځې د داعش پر ضد وسله را اخیستې وه خو اوس چې د حکومت تر مخامخ قومندې لاندې راغلل اړ دي چې دافغان حکومت د مخالفینو پر ضد ودریږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *