د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف وويل کوم بنديزونه چې پر ايران باندې د اټومي تاسيساتو له کبله لګول شوي وو، د شنبي په ورځ به لغوه شي. – دامطلب رويتر اژانس ور کړی دي333744.

د ظريف په خبره ، د بنديزونو ليري کېدل هم د ايران اوهم د منځني ختيځ د پاره يو مثبت ګام دي. خو « يو شمير خلګ» د ايران سره داتومي موافقې له کبله په وېره کې دي او پر ضد يي خبرو ته دوام ورکوي.

مخکې خبر ورکړل شوی و، چې د اټومي موافقي د شر طونو سره د ايران د تن ايښودنې په اړه به نړيوال اټومي پروګرام اژانس خپل رپوټ د شنبي په ورځ وړاندې کړي. ظريف ويانا ته تللی چې د ايران د اټومي موافقي د اجراګولو په اړه چې د تهران او «شپږ ګونې » ترمنځ لاسليک شوي وه ګډه اعلاميه خپره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *