ایران وايي څلور ایراني الاصله بهرنیان یې له زندان څخه خوشي کړي او تبادله کړي دي. د ایران چارواکي وايي دا کار یې د دغه هېواد د لوړې امنیتي کمېټې په امر کړی دی.

ویل کیږي چې په خوشې شویو کسانو کې يې یو ایرانی الاصله امریکايي خبریال جایسن رضایان هم شامل دی، هغه په تهران کې د واشنګټن پوست خبریال و چې د جاسوسۍ په تور ونیول شو او بندي شوimages.

اخوا د ایران د باندنیو چارو وزیرجواد ظریف وايي چې پر ایران باندې نړیوال بندیزونه به نن د شنبې په ورځ لیري شي. همدا نن د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان د ایران د اتومي پروګرام په هکله خپل وروستی رپوټ خپروي.

ښاغلي ظریف داسې وویل”د اتومي موافقې پر اساس، د اتومي انرژۍ د سازمان د رپوټ د خپرېدو وروسته چې د موافقې د تطبیق په برخه کې د ایران اقدامات تاییدوي، مونږ تمه لرو چې موافقه هم په عین ورځ تطبیق شي.”

ښاغلي ظریف په خپله ویانا کې د خبري رسنیو سره خبرې وکړې.

هغه هلته د اروپايي اتحاد د استاځې فریدریکا موغیرني سره د ایران د اتومي موافقې د تطبیق په هکله خبرې کوي.

د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان لا تراوسه پوري خپل وروستی رپوټ نه دی خپور کړی.

ټاکل شوې د ایران د باندنیو چارو وزیر او د اروپايي اتحاد استاځې به نن د شنبې په ورځ وروسته د امریکا د باندنیو چارو د وزیر جان کیري سره هم وګوري.

ویل کېږي چې دغه مشران به یو ځای ګډه بیانیه هم خپره کړي.

د ایران د هستوي پروګرام له کبله پر هغه هېواد امریکا او لویدیځو هېوادونو ګڼ اقتصادي بندیزونه لګولي وو .

د ایران د اتومي پروګرام موافقه تېرکال وشو، چې له مخې ایران به د خپل اتومي غني کول بندوي او په بدل کې به یې نړیوال پر تهران لګېدلي بندیزونه لېرې کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *