په ترکيه کي تیره شپه يو ځل بيا زوروره چاودنه رامنځ ته شوې
په ترکيه کي تیره شپه يو ځل بيا زوروره چاودنه رامنځ ته شوې
په دي پيښه کي د دياربکر په سيمه کي د پوليسو يو مرکز په نښه شوی چي له امله يي پنځه کسان وژل شوي دي دا په داسي حال کې ده چي د سه شنبه په ورځ په استانبول کي د ځانمرگي بريد له امله پنځه ويشتو کسانو ته مرگ ژوبله واوشته
د تیري شپي په چاودنه کي د دياربکر ولايت د چينار ښار د پوليسو يو مرکز په نشه شوي دي د ترکيي رسنيو د ريپوتونو له مخي په دي چاودنه کي چي موتر بم وه له امله یې پنځه کسان وژل شوي. او دیرش نور ټپیان دي.
در یپوټونو له مخې چاودنه ډیره زوروره وه د پولیسو مرکز او شاوخوا ودانیو ته یې ډير زیان اړولې دی.
له دې سره ویل شوي چې له چاودنې وروسته یو شمیر توغندي هم د پولیسو د مرکز په لور توغول شوي دي. ترکي چارواکیو د کردستان بیلتون غوښتونکو ډله په دې بریدونو کې په لاس لرلو تورنوي. د دیابرک ولایت په دې وروستیو کې تر ډيره نارامه وو. د ترکیې ځواکونو او بیلتون غوښتونکو وسله والو ترمنځ سختې نښتې رامنځ ته شوې دي. څه موده وړاندې په دې ولایت کې د وسله والو په یوه برید کې شپاړس ترکي سرتیري ووژل شول.
د ترکیې په سویل ختیځ کې ننۍ چاودنه په داسې حال کې رامڼځ ته کیږي چې دوه ورځې وړاندې هم په استانبول کې یوه ځانمرګۍ برید رامنځ ته شوی وو چې له امله یې لس کسان ووژل شول او پنځه لس نور ټپیان شول. ترکیې دولت ویلي دا برید د داعش له لوري تر سره شوی دی. د ترکیې د پوځ او بیلتون غوښتونکو ترمنځ نښتې شپږ میاشتې وړاندې داوربند نیټې په پای ته رسیدو سره پیل شوې.