په جلال آباد کې ځانمرګی برید ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د پاکستان کونسلګرۍ ته څيرمه د ځانمرګې بريد له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل چې نن سهار شاخوا ٩ بجې په جلال اباد ښار کې د پاکستان کونسلګرۍ ته څيرمه ځانمرګې بBreakingNewsnn-460x357-460x330ريد وشو.

هغه وايي چې په دې بريد کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

خو يوې حکومتي سرچيني پژواک ته وويل چې په دې بريد کې څلور پوليس وژل شوي يو ترافيک پوليس او دوه عام وګړي ټپيان دي.

د پېښې يو تن عيني شاهد فضل الهي پژواک ته وويل: (( دلته د پاکستان قونسلګرۍ ته نږدې يو رنجر موټر ولاړ و يو کس راغې د پوليس نه يې ټوپک کش کړ او بيا يې ځانمرګې بريد وکړ.))

ده وويل چې دوه جسدونه يې په خپلو سترګو وليدل او يو شمير نور کسان هم ټپيان شوي دي.

هغه وايي چې ځانمرګي بريد کوونکي دوه تنه و يو يې دپاکستان کونسلګرې ته څيرمه پټ شوې دى او اوس هم (لس بجې ) له امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دى.

ددې پېښې نور جزئيات به وروسته خپاره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *