د ملي مشارکت ګوند، د افغانستان جګړه د هند او پاکستان جګړه بولي او وايي چې پاکستان د يو شمېر هېوادونو په لارښوونه، افغانستان ته د داعش وسله والو د رسولو ماموريت پر غاړه لري.

د دغه ګوند مشر نجيب الله کابلي نن په کابل کې دغه مطلب ته په اشارې سره وويل چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفين د پاکستان، چين، ايران او روسيې هېوادونو د استخباراتي سازمانونو له لوري تمويلېږي.

نوموړي د افغانستان سولې لړۍ ته په اشارې سره وويل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې ټينګښت نه غواړي.

هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د طالبان او القاعدې ډلو شتون د پاکستان لپاره يوه لويه سوداګري ده او پاکستان له دغو ډلو په ګټې د نړۍ له هېوادونو باج اخلي.

نوموړي ادعا وکړه چې پاکستان د يو شمېر هېوادونو په لارښوونه افغانستان ته د داعش ځواکونو د رسولو ماموريت پر غاړه لري.

نوموړي د دغو هېوادونو د نومونو له اخيستو پرته زياته کړه: “موږ له دې ډارطږو، څو هغه ملګري چې په ارګ کې دي، په دغه ماموريت کې شامل نه وي، بايد خلکو ته ووايي.”

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني څو ورځې وړاندې د داعش ډلې د شتون په اړه د اندېښنې او د يادې ډلې پر وړاندې د افغان دولت د ګامونو پورته کولو په تړاو ويلي وو چې حکومت د داعش په اړه چوپ نه دى پاتې.

غني داعش يو ملي، سيمه ييز او نړيوال خطر بللى او زياته کړې يې ده چې د داعش ډلې پر وړاندې د دولت د جدي ګامونو په اړه څوک بايد شک ونه لري.

له څو مياشتني ځنډ وروسته د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ څلور اړخيزه ناسته دوه ورځې وړاندې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې تر سره شوه. پاکستان ويلي چې طالبان بايد له کوم شرط او قيد پرته د خبرو اترو مېز ته راوبلل شي.

کابلي وويل چې خلکو ته د يادو خبرو اترو په اړه بايد معلومات ورکړل شي، ځکه خلک په دې نه پوهېږي چې پاکستان، ايران او نور هېوادونه د سولې په لړۍ کې کومې غوښتنې لري.

د هغه په وينا، خلکو ته په دې اړه د معلوماتو ورکول له دې امله اړين دي چې خلک بايد له يوه تر سره شوي عمل سره مخ نه شي.

نوموړي څرګنده کړه له تېرو کلونو راهيسې په کشمېر کې جګړه نشته او هند او پاکستان خپلې سيالۍ په افغانستان کې تر سره کوي.

هغه زياته کړه: “که چېرې زموږ مشران سياسي پوهه ولري نو هندوان او پاکستانيان دې په کشمېر کې سره بوخت کړي، څو پاکستان په افغانستان کې له نا ارامۍ لاس واخلي.”

نوموړي د جزئياتو له وړاندې کولو پرته ادعا وکړه چې هند د افغانستان د حکومت په چوکاټ کې يو شمېر نوکران لري چې د ياد هېواد په ګټه کار کوي.

هغه وويل چې د سولې عالي شورا بايد لغوه شي، د قومونو او قبايلو چارو وزارت منحل شي او پر ځاى يې بايد د ځوانانو چارو وزارت رامنځته شي، د برېښنايي تذکرو لړۍ ژر تر ژره پيل شي او په افغانستان کې له بهرنيو پيسو څخه د ګټې اخيستو مخه ونيول شي.

هغه زياته کړه چې د سولې شورا او د قومونو او قبايلو وزارت تر اوسه کومه کار نه دى کړى او دا ډول ادارو تر اړتيا نه تر سترګو کېږي.

کابلي زياته کړه چې د برېښنايي تذکرو وېش له طالبانو سره له سولې ډېر مهم دى، ځکه دا يو ملي پروګرام دى او افغانستان ورته اړتيا لري.

نوموړي وويل چې د هېواد په شاوخوا پنځلسو ولايتونو کې بهرني اسعار لکه پاکستانۍ کلدارې، ايراني تومان او نورې پيسې چليږي، چې بايد مخه يې ونيول شي.

کابلي وويل چې که چېرې حکومت د دغه ګوند وړانديزونو ته پام ونه کړي نو دغه ګوند به په پراخو لاريونونو لاس پورې کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *