په کابل کې د روسيې سفير وايي، په افغانستان کې د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

د ملي امنيت شورا له دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دغه څرګندونې نن د ملي امنیت سلاکار له لومړي مرستیال محمد سليمان کاکړ سره په کتنه کې په ډاګه کړې دي.

سرچينه کاږي، په دې ليدنه د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د وسلو او تجهیزاتو په برخه کې د فدراتیفې روسیې پر همکاریو خبرې وشوې.

سرچينه زياتوي، د روسیې د فدراتیف جمهوریت لوی سفیر الکساندر مانتیتسکي په دې کتنه کې وویل، هېواد یې د امنیت او سولې د ټينګښت په برخه کې د افغانستان د دولت د پالیسۍ ملاتړ کوي او د سولې د خبرو اترو پیل په دې برخه کې مهم ګام بولي.

د افغانستان د سولې او پخلاینې په اړه د افغانستان، چین، پاکستان او متحده ایالاتو د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې لومړۍ غونډه دوه ورځې وړاندې (د مرغومي ٢١مه) په اسلام اباد کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د همغږۍ څلور اړخیزې غونډې د کار لپاره شرایط تصویب کړل او په کې پرېکړه وشوه، چې دویمه غونډه به راتلونکې اونۍ په کابل کې جوړوي.

د روسيې سفير دغه راز له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تجهیزاتو په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو پر دوام هم ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې د ملي امنيت سلاکار د لومړي مرستيال له قوله ويل شوي چې د افغانستان دولت د ترهګرۍ د ګواښونو د له منځه وړو لپاره د سیمې د هېوادونو پر مشترکو هلو ځلو او همکاریو ټینګار کوي او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د وسلو او تجهیزاتو په برخه کې د فدراتیفې روسیې په شمول، د سیمې او نړۍ د ټولو دوستو هېوادونو همکاري مهمه بولي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د روسیې له خوا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره لس زره میله مرسته شوي کلاشینکوفونه به د یوې میاشتې په اوږدو کې را ورسېږي. د دې کلاشینکوفونو د مرستې ژمنه تېر کال، کابل ته د روسیې د کورنیو چارو وزیر د راتګ پرمهال شوې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *