که څه هم د کندهار والي وايي چې د دهلې بند د بيارغونې د لومړي پړاو په کارونو کې شاوخوا ٥٠ ميليونه ډالر اختلاس شوى، خو د دغه ولايت د ارغنداب د دريايي حوزې رييس وايي چې داسې کوم څه په نظر نه راځي.

د دې پروژې قرارداد په کندهار هوايي ډګر کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د انجینري ټېم او د ترکيې د ٧٧ ساختماني شرکت تر منځ شوى دى.

تېره ورځ د کندهار د دهلې بند د رغولو د لومړي پړاو کارونه بشپړ او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې يې پرانيسته وشوه چې په کې د کندهار د والي ډاکتر همايون عزيزي تر څنګ يو شمېر چارواکو ګډون کړى وو.

والي تېره ورځ په يادو مراسمو کې رسنيو ته وويل چې د دهلې بند د پروژې پر لومړي فاز ٧١ ميليونه ډالر لګېدلي خو د اختلاس په اړه يې کومه يادونه ونه کړه.

والي د شپې ناوخته له يوې رسنۍ سره په مرکه کې وويل چې د دهلې بند په پروژه کې څه باندې ۵۰ میلیونه ډالره اختلاس شوی دى.

د هغه په باور، د دغه بند لومړۍ تخنيکي برخه چې د عمومي برج نوې دروازه، يو پاور هاوس، نوی تونل، د اوبو ۴ دروازې او د بند د عمومي دستګاه لپاره ودانۍ او نور په کې شامل دي له شوي لګښت سره مطابقت نه لري.

دى وايي، کېداى شي پر دې پروژه له ١٥ تر ٢٠ ميليونه ډالرو لګېدلي وي.

خو د کندهار د ارغنداب دريايي حوزې رييس انجينر شېرمحمد عطايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندهار والي په دې اړه خپله اندېښنه له ده سره هم شريکه کړې او ورته ويلي يې دي چې کېداى شي پر دې پروژه هومره پيسې نه وي لګېدلې.

دى زياتوي: ((شخصاً ما ته داسې موارد په نظر نه راځي چې ګواکې په دې پروژه کې دې اختلاس شوى وي.))

د ده په خبره، د دهلې بند د لومړي پړاو تخنيکي کارونو دوه کلونه په بر کې ونيول او ډېر سامان الات ورته له بهره راوړل شوي چې کېداى شي ډېر لګښت پرې شوى وي.

خو نوموړي دا هم وويل، که په دې پروژه کې اختلاس شوى هم وي، نو هغوى په کې دخيل نه دي؛ ځکه د دې پروژې سروې د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) له خوا شوې او قرارداد يې په کندهار هوايي ډګر کې د مېشتو امريکايي ځواکونو د انجینري ډلې له خوا د ٧٧ په نوم د ترکيې له يوه ساختماني شرکت سره شوى دى.

ده يادونه وکړه چې ښه خبره دا ده چې يو تخنيکي ټېم دغه پروژه و ارزوي او څېړنه يې وکړي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي چې والي په دې پروژه کې د اختلاس څرګندونې تر هغه وروسته کړې چې دغه پروژه يې تېره ورځ پرانيسته او ترسره شوي کارونه يې له نژدې وليدل.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د کندهار والي پر دې کار کوي، څو يو تخنيکي پلاوى وټاکي او له ترکي شرکت سره شوى قرارداد وڅېړي.

په دې اړه نه بهرنيو ځواکونو او نه هم د ٧٧ په نوم ترکي شرکت کومې څرګندونې کړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *