د پاکستان د لومړي وزير دفتر وايي کابل ورته ډاډ ورکړى چې د دېپلوماتيکه ودانېو خونديتوب لپاره به نور گامونه اخلي .

د پاکستان لومړي وزير ويلي دي ” چې ترورزم افغانستان او پاکستان شريک دښمن دى او د تل لپاره ددې له منځه وړلو په غرض به په گډه مبارزه کوي”ږ

پاکستان د لومړي وزير له دفتر خورې شوې اعلامېې ترمخه داخبره لومړي وزير نواز شريف افغان ولسمشر اشرف غني سره په تيلي فوني خبرو کې کړې ده.

ولسمشر غني نن په جلال اباد کې د پاکستان کونسلگرۍ سره له بريد وروسته ښاغلي شريف ته د تيلي فون له لارې د بريد په اړ معلومات ورکړ.

اعلامېې کې راغلي دې خبرو کې افغان ولسمشر ښاغلي شريف ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د پاکستان د دېپلوماتيکه ودانېو خونديتوب لپاره به نور امنيتي گامونه اخېستل کېږي.

په ځواب کې يې د پاکستان لومړي وزير د افغان ولسمشر مننه او ددې بريد پر مهال د وژل شوو افغان امنيتي ځواکونو د وژل کېدو له امله غمرازي څرگنده کړه.

ددې نه وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ويلي وو چې نن سهار جلال ابادکې ځانمرګي برید او ورپسې وسله واله جګړه کې ۷ سرتېري وژل شوي او همدومره نور ټپیان شوي دي. په برید کې درېیو بریدګرو برخه اخېستې وه. دا حمله د پاکستان، ایران او هند کونسلګريو سره نزدې شوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *