۲۴ مليون ماشومان د جګړو په سيمو کې اوسيږي او ښوونخۍ ته نه ځي
د ۲۲ جګړې ځپلې هېوادونو ۲۴ مليون ماشومان ښوونځي ته نه ځي. لکه چې Vesti.az د ريانووستي له قوله وايي چې په دې اړه معلومات د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (يونيسيف ) ور کړی دي.
«دغه ماشومان په جګړه ځپلو سيمو (هېوادونو) کې اوسئ چې هلته کړکيچ روان دي. دغو ماشومانو خپل کورونه، د کورنۍ غړي، ملګري ، دوستان ، امنيت او نظم له لاسه ور کړي دي. دوی اوس د ژوند په اصلي مهارتونو ليک او لوست قادر نه دي. دوی د خپلې راتلونکې له لاسه ورکولو د خطر سره مخامخ دي او د اقتصاد او تولنې سره د مرستي کولو فر صتونه له لاسه ورکوي. او تر هغو پورې صبر کوي چې غټان سي» — دامطلب د يونيسيف مرستيال او د ښووني اوروزنې رئيس جو بورنت څر ګند کړی دي.
د يونيسيف د معلوماتو پر بنسټ په هغو هېوادونو کې چې ډير ماشومان اوسيږي او ښوونځي ته د ټګ امکانات نه لري عبارت له جنوبي سودان، نايجير ، سودان او افغانستان څخه دي.
په ۲۰۱۵ کال کې ۲۰۰ زره ماشومانو داروپايي اتحاديي څخه د پناه غوښتنه کړي ده. په نړۍ کې د ۳۰ مليون په شاوخو کې ماشومانو د جګړو د ګواښ له امله خپل ټاټوبي خوشي کړي دي ، تر ۲۵۰ مليون زيات ماشومان په هغو سيمو کې اوسيږي. چې د جګړې اور پکې بل دي