په عراق کي د چاودنو او ترهگريزو بريدونو له کبله ۵۰ کسان وژل شوي دي   له دي بريدونو څخه يو يي د سوداگرو پر يوه ټولنه د وسله والو د بريد له امله رامنځ ته شوی چي په لړ کي يي شل کسان وژل شوي او پنځوس نور ټپيان دي ددې بريد مسوليت د داعش وسله والي ډلې پر غاره اخستی دی025023

له عراقه څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې د بغداد سیمی په الجوهره پلورنځي ته د وسله والو یوه ډله هغه مهال دننه شوه کله چې یې ددې پلورنځي له وره سره موټر بم چاودنه رامنځ ته کړه. پولیسو ویلي له دوی څخه دوه کسانو یې په پلورنځي کې پر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او دوه نور یې له امنیتي سرتیرو سره په نښته کې ووژل شول. د ځینو ریپوټونو له مخې بریدګرو یو شمیر کسان برمته کړي وو خو پولیسو ددې خبر پخلی ندی کړی. په دې برید کې اتلس کسان وژل شوي او پنځوس نور ټپیان دي.

عياد/ “تیره ورځ په دې سیمه کې چاودنه رامنځ ته شوه له اتو تر نهو وسله وال کسان له موټره کښته شول او په پلورنځي یې برید وکړ او یو موټر ته هم د پلورنځې مخې ته چاودنه ورکړل شوه دوی په ماشیندار سنبال او برید یې پیل کړ ډيری ښځې ماشومان نارینه او سپینګیري شهیدان شول تاسو وینئ چې شاوخوا ودانۍ ویجاړې شوې دي.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *