پاکستان یو کال وروسته له خپلی خاوری د ناټو ترانزیت بیا پیل کړ

پاکستان د یو کال تفریح وروسته افغانستان ته له خپnato2لی خاوری د ناټو د بارونو ترانزیت بیا پیل کړ. نن باربری موټرونو د تورخم له لاری امریکایی ځواکونو ته چی په افغانستان کی ځای پر ځای دی، اکمالات وکړل. په دی هکله خبر«اکسپریس تریبون»په سیمه کی د ملی سرحدی چارواکو په حواله ورکړی دی.

د ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۴ ز- ل کال پوری د پاکستان د شمال لویدیزو سیمو څخه چی په افغانستان کی د ناټو د ټلوالی پوځیانو لپاره د خوراکه توکو، د سوند او نورو لوژیستیکی اکمالاتو یواځینی ځمکنی دهلیز وو، ډیر زیات وخت په قبایلی سیمو کی د سخت دریځو ډلو ټبلو لخوا تر بریدونو لاندی راتلل.

د ۲۰۱۴ ز- ل کال په وروستیو کی د افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو د وتلو پیل سره د اکمالاتو پر مخ دغه لاره هم وتړله شوه. د پاکستان چارواکو په دی هکله؛ چی ولی دغه لاره بیا له سره پرانستل شوه، څه ویلی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *