غزني کې د یوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال د خپل ماین چاودنې وژلي

د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو يو قوماندان له خپلو دريو ملګرو سره د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوی دی141110093631_afghanistan_explosition_640x360_reuters_nocredit.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل وويل چې نن له غرمې مخکې د قاري حکمت په نوم د وسله والو طالبانو يو قوماندان له خپلو دريو نورو ملګرو سره د ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.

ده وويل: ((قاري حکمت د اندړو ولسوالۍ د کلاخېلو په سيمه کې يوه کور ته ورغلی و، هلته يې غوښتل چې ماين جوړ کړي خو ماين پرې چاودنه کړې قاري حکمت او درې نور ملګري يې وژل شوي دي.))

امرخېل وايي چې په دې چاودنه کې نور چا ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د کلاخېلو سيمې اوسېدونکي محمدګل هم وويل چې په نننۍ چاودنه کې يو طالب قوماندان له خپلو دريو ملګرو سره وژل شوی دی.

ده وويل چې د چاودنې له امله دوه کوټې او يو دهلېز هم ويجاړ شوي دي.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې د همدغه کور يوه ښځه هم ټپې شوې ده خو روغتيايي حالت یې ښه دى.

خو وسله وال طالبان وايي چې په غزني کې داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې او دوى هلته د قاري حکمت په نوم قومندان نه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *