د کويټ جنايي محکمي ، ايران ته د جاسوسي په تور دوه تنه په اعدام محکوم کړي دي

د کويټ جنايي محکمي نن پر يوه ګروپ چې ايران ته د جاسوسي په تور تورن دي جزايي حکم صادر کړ. د محکمي د حکم پر اسا س د ايران دوه تبعه چExecution_NCg9UKIې ايران ته يي جاسوسي کوله په اشد مجازات يا اعدام محکوم شوي دي.

د ۲۰۱۵ کال د اګست په نيمائي کې د کويټ امنيتي ارګانونو په دغه هېواد کې د «حزب الله » مرکزي هسته کشف کړه. په کويټ کې «حزب الله » د يو ترورستي سازمان په توګه پيژني. پوليسو له دوی څخه يوه زياته اندازه وسلې او مهمات تر لاسه کړل، او د دغه ګروپ اصلي تورن ونيول شو له دوي څخه د هيواد په شمال د العبدلي په سيمه کې چې د عراق پولې ته نږدې پرته ده په ساتنځي کې ۱۹ ټنه مهمات ، ۱۴۴ کيلو ګرام چاوديدونکې توکې، ۶۸ ميله ټوپک تر لاسه شوي دي.

د سيپتمبر په مياشت کې لوئي څارنوالې پر ۲۴ تنو اتها مات پورې کړي دي. دوی پر دي تورن دي چې د وسلو ، مهماتو، او چاوديدونکې توکې د قاچاق برسيره د ايران اسلامي جمهوريت او «حزب الله» سره يي تماس درلود او هغوی ته يي معلومات ورکول تر څو په راتلونکې کې هم خپلو جناياتو ته دوام ورکړي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *