ایا ویلي شو چې په خلیج کې د دوه لویو سیمه ییزه قوتونو سعودي عربستان او ایران ترمنځ تر بله هر وخت اوس د یوې اوږدې جګړې امکانات ډیر دي؟

کله چې تېره اونۍ سعودي شیعه دیني عالم نمر النمر اعدام کړ او په تهران کې د سعودي پر سفارت قهرجنو ایرانیانو برید وکړ، د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی خطرناکې کچې ته لوړ شو.

د دواړه هېوادونو156306 ترمنځ د شخړې تاریخي شالید ته کتنه کړې او دا چې څومره امکان شته چې دا هېوادونه شته اختلافونه هوار کړي؟

په تېرو کلونو کې د هیڅ یوه کس اعدام دومره جنجالونه رامنځته نکړل ، لکه څومره جنجال چې د شیعه مخالف په اعدامولو رامنځته شو. د ۴۷ کسانو له ډلې چې سعودي عربستان د روانې جنورۍ میاشتې په دویمه نېټه اعدام کړل، یواځې د یوه کس نوم د هر چا د ژبې پر سر و، دا کس شیخ نمر النمر و ، هغه یو سخت دریځی شیعه دیني عالم و چې د سعودي عربستان په ختیځ کې د مېشتو ناراضه شیعه گانو په منځ کې یې زرګونه پلویان لرل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *