د ترکیې استانبول ښار کې چاودنې لږ ترلږه ١٠ کسان وژلي
د ترکیې استانبول ښار کې چاودنې لږ ترلږه ١٠ کسان وژلي
د تېر کال اکتوبر میاشت کې هم د ترکیې په پلازمېنه انقره کې ځانمرګی برید شوی و
ترکی چارواکي وایي، د استانبول ښار په یوه تاریخي سیمه کې چاودنې لږ ترلږه لس کسان وژلي دي.
چاودنه په سیمه ییز وخت د ورځې ۱۰ بجو د استانبول سلطان احمد سیمه کې ابي جومات ته څېرمه رامنځته شوه. دغه سیمه د سیلانیانو د ورتګ له امله مشهوره ده.
د استانبول والي د خپل دفتر په وبسایټ کې لیکلي چې دغې چاودنې ۱۵ کسان ټپیان کړي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوګان ويلي، “ترکيه په سيمه کې د ترهګريزو بريدونو تر ټولو لوی هدف و، هېواد يې د ټولو پر وړاندې په مساوي ډول جګړه کوي.”
د راپورونو له مخې په دغه پېښه کې ډېری وژل شوي کسان جرمنيان دي. د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل ته ټيليفون کړی او په دغه پېښه کې د وژل شويو جرمنيانو په اړه يې غمشريکي ښکاره کړې ده.
د ترکیې مرستیال لومړي وزير ويلي، د لومړنيو معلوماتو له مخې ځانمرګی بريدګر په ۱۹۸۸ کال کې په سوريه کې زېږېدلی. دی وايي د دوه ټپيانو حالت نازک دی.
امبولانسونه سیمې ته رسېدلي او پولیسو د چاودنې سیمه کلابنده کړې.
د ځېنو راپورونو له مخې ویل کېږي چې چاودنه ځانمرګی برید وو. د ترکیې پولیسو تر چاودنې وروسته د سلطان احمد څلور لاری تړلی.
امبولانسونه سیمې ته رسېدلي او پولیسو د چاودنې سیمه کلابنده کړې.
په استانبول کې د بي بي سي خبریال مارک اون وایي، په وروستیو میاشتو کې ترکیه کې چاودنې د لږ ترلږه درېیو ډلو لخوا شوې دي: د خلق ازادۍ انقلابي جبهه (مارکسست – لیننسته تندلارې ډله)، کردي ډله “پ ک ک” او اسلامي دولت نومې ډله (داعش)، نو په اسانه نشي ویل کېدای چې نننۍ چاودنه به د کومې ډلې کار وي.
په تېر اکتوبر میاشت کې هم د ترکیې په پلازمېنه انقره کې ځانمرګی برید شوی و چې له ۱۰۰ ډېر کسان یې وژلي وو.
همداراز جولای میاشت کې د سوریې پولې ته څېرمه یوه برید کې هم ۳۰ کسان وژل شوي وو.