تیره ورخ د بغداد په اتیا کیلو متری کې د مقدادیې ښار یوه هوتل مخې ته چاودنه رامنځ ته شوې

تیره ورخ د بغداد په اتیا کیلو متری کې د مقدادیې ښار یوه هوتل مخې ته چاودنه رامنځ ته شوې چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي دي. د داعش وسله والې ډلې ددې بریدونو مسولیت پر غاړه اخستی دی.

له دې سره دې ډلې منلې چې د جوهره پر سوداګریزې ټولنې برید هم دوی تر سره کړی دی. په دریو میاشو کې په عراق کې دا تر ټولو خونړي بریدونه ښودل شوي او په داسې حال کې تر سره شوي چې په دې وروستیو کې عراقي څواکونو له داعش څخه د رمادي ښآر په نیولو سره دوی ته لویه ماته ورکړې ده. همدارنګه امریکایي ځواکونو خبر ورکړی چې ددوی الوتکو په موصل ښار کې د داعش پر بانک برید کړی او له منځه یې وړی دی سي ان ان ویلي داعش له دې بانک څخه خپلو وسله والو ته د معاش ورکولو په توګه کار اخیست.

Author

خروج از نسخه موبایل