د خبرپاڼې له مخې له دغو کسانو دوو يې ځانمرګي واسکټونه لرل او دوه بمونه هم ترې ترلاسه شوي دي

د افغانستان ملي امنيت اداره وايي، ننګرهار ولايت کې يې د ځانمرګو بريدګرو يوه ډله نيولي ده150929064524_taliban_640x360_afp_nocredit.

د ملي امنيت ادارې په خپله خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه شپږ کسان د طالبانو له ډلې سره تړاو لري او غوښتل يې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې ځانمرګي بريدونه ترسره کړي.

د خبرپاڼې له مخې له دغو کسانو دوو يې ځانمرګي واسکټونه لرل او دوه بمونه هم ترې ترلاسه شوي دي.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې د دغو کسانو د “اعتراف” ويډيو هم خپره کړې ده. له دې کسانو څخه يوه ويلي چې د پاکستان په “حقانيه مدرسه” کې يې زده کړې ترسره کړې دي.

ټول کسان چې په دغه ويډيو کې ځانمرګي بريدکوونکي معرفي شوي، ويدو کې په ظاهره اعتراف کوي او چاودېدونکو توکو د لېږد په اړه يې خبرې کړې دي.

تر اوسه لا نه ده روښانه چې دغو کسانو تر کومو شرايطو لاندې او په څه ډول “اعتراف” کړی دی. خپلواکه سرچينو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

طالبانو هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د ملي امنيت اداره، ننګرهار ته د ولسمشر اشرف غني له سفر يوه ورځ وروسته د دغو ځانمرګو بريدکوونکو د نيول کېدو خبر خپور کړی دی.

ولسمشر غني ننګرهار کې د خپلو خبرو په ترڅ کې پر داعش ډلې د بريدنو امر کړی و او ويلي يې و چې دغه ډله په خپل هېواد کې نه شي زغملي او دلته ځای نه لري.

ښاغلي اشرف غني د ولسي پاڅونونو ننګه هم کړې وه خو دايې ويلي وو چې “صحرايي محکمې” ورته د منلو نه دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *