عربي ايتلاف په يمن کي يو ځل بيا د بي پولي ډاکټرانو پر روغتون هوايي بريد کړی
عربي ايتلاف په يمن کي يو ځل بيا د بي پولي ډاکټرانو پر روغتون هوايي بريد کړی دی
دا بريد تيره ورځ په سعده ښار کي رامنځ ته شوی چي له امله يي ۵ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي
په تيرو مياشتو کي دا دريم ځل دی چي د بي پولي داکترانو پر روغتون بريد کيږي
د بې پولې ډاکټرانوبنسټ د صعدې په ښار کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون برید په کلکه غندلی دی دې ادارې په یمن کې له ښکیلو خواوو غوښتي ترڅو په روغتایي او غیر مرکزي بنسټونو بریدونه بند کړي. ددې ادارې عملیاتي مدیر ویلي: په دې وروستیو کې دا دریم ځل دی چې په یمن کې د پولې ډاکټرانو روغتون تر برید لاندې راوستل کیږي. راکویل آیورا ویلي: دا برید په داسې حال کې تر سره شوی چې مخکې له دې دوی ټولو اړخونو ته د روغتون ځای نښه ورکړې ده او برید کونکو په دې هکله بشپړ مالومات درلودل.
ده ویلي د بې پولې ډاکټرانو د روغتون سربیره ځینې نور روغتونونه هم تر برید لاندې راوستل شوي هغه روغتونونه چې د ټپیانو او نورو ملکي کسانو لپاره یې روغتیایي چوپړتیاوې وړاندې کولې. څو ورځې وړاندې د ملګر ملتونو لوی منشي بانکي مون د عربي ایتلاف له لوري په یمن کې پر ملکي تاسیساتو بریدونو په هکله اندیښنه ښودلې ده.
لس میاشتې وړاندې پر یمن د عربستان په مشری بریدونه پیل شول چې له امله یې تراوسه شپږ زره کسان وژل شوي او په لسګونه زره نور ټپیان دي.