د انټرنیشنل دیموکراسي په نوم بنسټ په تېرو ۶ میاشتو کې یوه نظر پوښتنه ترسره کړې ده.

دغه بنسټ13930324000618_PhotoL د تر سره شوې نظر پوښتنې د پایلو په اړه یو راپور خپور کړی، چې له مخې یې شاوخوا ۹۰ سلنه ځوانان په دې باور دي، چې سیاستوال د ځان او خپل قوم له پاره کار کوي.

دغه فیصدي ځوانان شکایت کوي، چې سیاستوال د نوماندۍ پر وخت د ځوان کهول رایو د خپلولو له پاره دوی ته ډول ډول ژمنې ورکوي او واک ته تر رسېدلو وروسته تر ټولو لومړی له ځوانانو سره خپلې اړیکې پرېکوي.

د انټرنیشنل دیموکراسي بنسټ یو مسول محمد اختر وفايي د خپل ۶ میاشتني راپور خپرولو پرمهال وویل، چې د افغانستان ټولو ولایتونو کې يې د ځوانانو نظر پوښتلی؛ چې تر ډېره د دې نظر پوښتنې پایله ښيي، چي ځوانانو پر سیاستوالو خپل باور له لاسه ورکړی دی.

د دیموکراسي انټرنیشنل بنسټ په راپور کې راغلي، چې ۴۳ سلنه ځوانان د ملي یووالي حکومت پر مشرانو باور نه لري او دغه راز د ټاکنو په کمېسیون او پر قضايي قوه ځوانان په کمه اندازه باور لري.

په همدې حال کې د دیموکراسي انترنیشنل بنسټ سترسلاکار ذکریا بارکزي وویل، د دوی نظر پوښتنه ښيي، چې د ځوانانو ستره ستونزه وزګارتیا ده او دغه راز ډېر ځوانان له بېوزلۍ کړېږي.

بارکزي زیاته کړه، ځوانان غواړي، چې په سیاسي بهیر کې مهم رول ولوبوي؛ خو داسې ګڼي چې چارواکي د دوی ګډون ته ارزښت نه ورکوي.

ده پر خبره، د ځوانانو غوښتنه داده، چې حکومت ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په تېرو ۵ کلونو کې د ټاکنو پر مهال د ترټولو لویه ونډه او قرباني ځوانانو ورکړې ده.

له دې مخکې هم ځېنې مدني بنسټونو پر حکومت نیوکه کوله، چې د ځوانانو له پاره څرنګه چې لازمه وه کار نه دی کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *