د کرکټ ملي لوبډله هېواد ته په را رسېدو د زرګونو خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله زمبابوې ته د کرکټ په يو ورځنيو او شل اووريزو سياليو کې تر ماتې ورکولو وروسته هېواد ته په داسې حال کې راستنه شوه چې د کابل په هوايي ډګر کې يې زرګونه کسان هرکلي ته ورغلي وو.

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ پنځه يو ورځنۍ او دوه نړيوالې شل اووريزې نړيوالې لوبې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترس12548872_931787806869607_1079265071350905334_nره شوې چې دواړه اتلولۍ افغانستان وګټلې.

افغانستان چې د کرکټ د دويمې درجې هېواد دى، وکولى شول د لومړۍ درجې هېواد زمبابوې ته په يو ورځنيو سياليو کې درې پر دوه او په شل اووريزو لوبو کې دوه پر صفر ماتې ورکړي.

د کرکټ ملي لوبډله چې د مرغومي په ٢١مه د کابل د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته را ورسېده‌ او زرګونو هېوادوالو له خوا یې چې چارواکي او مشران هم په کې وو، هرکلى وشو.

د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي، د ښار جوړونې وزير سيد سادات نادري، د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، د ملي شورا ګڼ شمېر غړو، د دولت نورو لوړپوړ چارواکو او د افغانستان کرکـټ بورډ مسوولينو او غړو يې تود هرکلى وکړ.

دغه راز زرګونه هېوادوال هم د کابل هوايي ډګر ته ورغلي وو، په ډولونو او اتڼونو يې د ملي لوبډلې هرکلى وکړ، دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ تر دفتره پورې د سړک دواړو غاړو ته سلګونه کسان د ملي لوبډلې هرکلي ته ولاړ وو.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په يادو سياليو کې د مشرانو لوبغاړو تر څنګ ځوانو لوبغاړو ښه لوبه وکړه او خپلې وړتياوې يې ثابتې کړې.

هغه په ځانګړې توګه د شهزاد محمدي او ګلبدين نايب د لوبو ستاينه وکړه او ويې ويل چې د دوى ترڅنګ نورو لوبغاړو هم په دې برياوو کې خپله ونډه ادا کړې ده.

ده زياته کړه چې دا سيالۍ په ډېر مهم وخت کې په لاره اچول شوې وې او د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام لپاره دوى ته د تمريناتو ښه زمينه برابره شوه.

ټاکل شوې دوه مياشتې وروسته په هندوستان کې د کرکت د نړيوال شل اوريز جام سيالۍ پيل شي.

ملي لوبغاړي شهزاد محمدي له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال له هېوادوالو مننه وکړه چې تل يې له دوى سره مينه کړې او په دعاګانو کې يې ياد ساتلي دي.

ده زياته کړه چې ده له هرې لوبې مخکې د روزونکو په مشوره او همکارۍ پلان جوړولو او له پلان سره سم يې لوبې ترسره کولې.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال د ملي لوبـډلې ستاينه وکړه او ويې ويل چې دوى د کرکټ لوبې په دواړو ډولونو يو ورځني او شل اووريزو کې ښه وځلېدل.

هغه زياته کړه چې دا سيالۍ د نړيوال جام لپاره د تمريناتو ښه زمينه هم وه او ژمنه يې وکړه چې تر نړيوال جام مخکې به ملي لوبـډلې ته په کور دننه او بهر کې د نورو تمريناتو او چمتووالي زمينې برابرې کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *