د هيواد د ډيريو سيمو په گډون په بلخ ولايت کي هم د ماشومانو د سينه بغل ناروغی کچه لوړه شوې ده

په دي ولايت کي روغتيايي مسولين وايي چي روغتونونوته پنځه اتيا راتلونکي ناروغان په سينه بغل ناروغي اخته ماشومان دي دوی ميندو ته سپارښتنه کړي ترڅو خپل ماشومان تاوده وساتي135662999035

د هوا په سړیدو سره د نورو سیمو په ګډون په بلخ ولایت کې د ماشومانو تنفسی ستونزه د ډيرښت په حال کې ده. د ماشومانو ځانګې ډاکټران وایي: په دې شپې ورځو کې د سینه بغل ناروغي ماشومان ګواښي او که چیرې په سم وخت کې یې درملنه ونشي دناروغ د مړینې لامل ګرځیدلی شي.

د بلخ ابو علی سینا روغتون د ماشومانو څانګې مسول ډاکټر عبدالروف فروغ وویل: هره ورځ په دې روغتون کې یو سل شل ماشومان بستري کیږي چې پنځه اتیا سلنه یې په سینه بغل اخته ماشومان وي.

همدارنګه په مزار شریف کې د ماشومانو معالج ډاکټر حسین امیني ویلي د هوا په سړیدو سره میندې باید د خپلو ماشومانو روغتیا ډيره پاملرنه او په سړه هوا کې ددوی له ګرځیدو مخنیوی وکړي.

سینه بغل هغه ناروغي ده چې د سړې هوا په مهال رامنځ ته کیږي او د هیواد په بیلا بیلو برخو کې ډيری ماشومان ګواښي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *