د نشه يي توکو د پلور مخنيوي ته لږ پام شوى
د حکومت اجرايي مشر کابل کې د روږدو کسانو د درملنې له يوه مرکز څخه د لېدنې پرمهال وويل چې کورنيو چارو وزارت ته دنده سپاري څو د نشه يي توکو د پلورلو په اړه جدي ګام واخلي؛ ځکه تر اوسه په دې برخه کې ډېره پاملرنه نه ده شوې.
د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د عامې روغتيا او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيرانو سره نن سهار د روږدو کسانو د درملنې له مرکز ” فينکس کمپ” څخه ليدنه وکړه.
عبدالله وويل چې په نشه يي توکو روږدي کسان په دې مرکز کې په سم ډول تداوي او ساتل کېږي.
هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې دې مرکز کې يو شمېر نيمګړتياوې شتون لري؛ خو د له منځه وړلو لپاره به يې ډېر ژر اقدام وشي.
د نوموړي په وينا، له درملنې وروسته اړينه ده چې معتاد تن ته نشه يي توکي ونه رسېږي، د نننۍ لېدنې په ترڅ کې په نشه يي توکو اخته يو کس له عبدالله څخه غوښتنه وکړه چې د نشه يي توکو د پلور مخه دې ونيول شي.
عبدالله زياته کړه :” د کورنيو چارو وزارت ته به دنده وسپارم څو په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي، تر اوسه زياته پاملرنه نه ده شوې… هغوى ( د نشه يي توکو خرڅوونکي) راځي او د پل سوخته سيمه کې پر معتادينو نشه يي توکو وېشي او ان د کورونو مخې ته يې هم ورسوي.”
هغه وويل چې که په دې برخه کې جدي کار ونه شي، د روږدو کسانو ستونزه به هواره نه شي.
فينکس کمپ چې پخوا په کې نړيوال ځواکونه مېشت وو، د ولسمشر محمد اشرف غني له لارښوونې سره سم، اوسهمال د بې سرپناه روږدوکسانو د اوسېدو، درملنې او حرفوي زده کړو مرکز دى.
دې کمپ کې زر بستريزه ليله، د خوړو خونه، جومات، لوبغالى ، د عملي او حرفوي روزنو لپاره ځايونه شتون لري.
له نشه يي توکې سره د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي نن له دې مرکز څخه د لېدنې پرمهال وويل چې په نشه يي توکو د اخته کسانو راغونډولو کمپاين شاوخوا يوه مياشت مخکې پيل شوى او د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه معتادين ددرملنې لپاره فينکس کمپ ته رالېږدوي.
نوموړې وويل چې هلمند کې د معتادينو د درملنې لپاره د يو مرکز جوړولو چارې ٩٨ سلنه او دې ته ورته ننګرهار ولايت کې د بل مرکز جوړولو چارې ٧٠ سلنه بشپړې شوې دي.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروز الدين فيروز وويل چې فينکس کمپ د ١٥٠٠ روږدو د درملنې او ساتنې وړتيا لري او دا مهال دې کمپ ته د درملنې لپاره ٧٠٠ معتادين راوړل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، ټاکل شوې څو راتلونکې اوونۍ کې شاوخوا ٨٠٠ نور په نشو روږدي کسان دې کمپ ته راوړل شي.
د هېواد د عامې روغتيا وزارت په داسې حال کې هرکال د نږدې ٣٠ زره معتادينو د درملنې ظرفيت لري چې د راپورنو له مخې، په بېلابېلو نشه يي توکو اخته شاوخوا درې نيم ميليونه کسان هېواد کې شتون لري.