افغان ولسمشر اشرف غني وايي، چې داعش یې له مخکې د افغانستان او سیمې له پاره لوی خطر ګڼلی و، خو ډېرو فکر کاوه، ګوندې ولسمشر دغه خبره د امتیازاتو اخیستلو له پاره کوي1242.

ښاغلی ولسمشر د یو پلاوی په مشرۍ خیتځ زون ته تللی و او هلته یې د ننګرهار، نورستان، کونړ او لغمان ولایتونو له قومي مشرانو، ځوانانو، مدني بنسټونو، دیني عالمانو او والیانو سره جلا جلا لېدنې وکړې.

ولسمشر په یوې لویې غونډه کې ملي دفاع وزارت ته هدایت وکړ، چې د داعشیانو د ځپلو له پاره دې د ملي اردو هوايي بریدونه زیات کړي.

غني ټینګار وکړ، چې دفاع وزارت دې پر داعش د نویو هوايي بریدونو له پاره تیاری ونیسي.

ده وویل، چې په اوس وخت کې داعش تر ټول لوی ګواښ دی او د شینوارو قوم له مشرانو یې وغوښتل، چې خپل زامن دې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې شامل کړي تر څو د داعش ټغر ور ټول کړي.

ولسمشر غني: د ننګرهار کانال غاصبین دې ونیول شي

ولسمشر د ننګرهار امنيه قوماندان ته امر وکړ، چې د کانال دغاصبینو لېست جوړ او د محکمې څخه دې د کانال د ځمکو د غاصبینو د نیولو امر دې واخلي .

نوموړي دغه شان ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ته هدایت وکړ،چې د کانال د ځمکو د غاصینو په مخنيوي کې د ننګرهار له امنیه قوماندان سره همکاري وکړي. ولسمشر غني د ځمکو غضب د مخنیوي، د کابل او کونړ په سیندونو د لویو برېښنا کوټونو جوړولو او پر ځېنو نورو پرروژو د پلي کولو ژمنې هم وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار ولایت ځېنو مدني بنسټونو په وار وار سره په ننګرهار کې د غاصبینو د مخنیوي په اړه اعتراضونه کړې وو.

دغو ټولنو ویلي و، چې ورځ تر بلې په دې ولایت کې د ځمکو غصب لړۍ زیاتېږي.

تېره اونۍ د کرنې او مالدارۍ وزیر هم ننګرهار ولایت ته ورغلی و او خلکو شکایت کاو، چې د کانال ځمکې په ۹۰ کلونو په قرارداد ور کړل شوي او دا خپل د غصب یو ډول دی.

ښاغلي اسدالله ضمیر ویلي و، چې د کانال په قرار داد ورکړل شويو ځمکو قراردادونه به تمدید نه کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *