د حرمین شریف امنیت د صهیونستانو په لاس کې

دقدس اسلامي عالي شورا مشر شیخ عکرمه صبري د عربستان پر دولت په نیوکې سره ویلي: دې هیواد د حج مراسمو د تر سره کولو امنیت ټینګښت دنده یې صهیونیسي72828_image_2010971215343282 (G4S) شرکت ته سپارلې ده.

دا شرکت له کلونو راهیسې په اشغالي سیمو کې فعالیت کوي. ددې ریپوټ له مخې: شیخ صبري په آلمان کې د خبرو پر مهال چې د مسلمانانو یوې غونډې ته یې کولې ویلي: ««G4S یو امینتي شرکت دی او د هغه بندخونو مسولیت له دې شرکت سره دی کوم چې پکې فلسطینیان بندیان او ربرول کیږي. دوی له نیواک ګری سره مرسته کوي او له اسرایلیانو سره په جرم کې شریک دي. هغه څوک کې له بریدګرو سره مرسته کوي په خپله هم بریدګر دی. عربستان څه ډول ځان له اسلامي امت او عربو سره یو ځای ګڼې؟ په داسې حال کې چې د فلسطینیانو ربڼونکي د حج د مراسمو مدیران ګرځوي. داهم شونې ده چې د منا پیښه په لوی لاس د اسرایلیانو له لوري رامنځ ته کړل شوې وي. ( د نومه وړي شرکت مرکزي دفتر په جده کې دی) او دا شرکت د تمځایونو او په نیول شویو سیمو کې د پلټنو د سیمو دنده لري، د فلسطینیانو څخه د پوښتنو او د دوی د نیولو په برخه کې لوی لاس لري. له دې سره دا شرکت د «جالما» او «ماشوبیخ» اسرایلي پوځي مدیریت سره په ربڼونه کې هم فعالیت کوي. له دې سره دا شرکت د اسرایلي بندخونو د سلولو په جوړښت او امینتي دیوارونو په رامنځ ته کولو کې هم روغنده رول لري، پّ اسرایلي بندخونو کې د کمرو ځای پر ځای کول چې هره شیبه فلسطیني بندیان څارې او د ټلویزیونونو څارنې دنده هم دې شرکت ته سپارل شوې ده.

د هاشارون په بندخونه کې د– رامونین-Hasharon ((Ramonimو مگیدو(Megido) سیستمونه چې د نیول شویو کسانو په میشت ځای کې رامنځ ته شوې، د G 4 S له لوري په لاره اچول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *