مضایا د لبنان پولې ته څېرمه پرته سیمه ده او ویل کېږي، چې د اوسېدونکو شمېر یې تر ۴۰ زرو کسانو رسیږي

تمه کېږي، سوریې کې به د یاغیانو تر کنترول لاندې مضایا سمیې ته نن ( دوشنبه ) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لېږد پیل شي160108172811_save_children_of_madaya_624x351_epa.

له سیمې تر لاسه شوي رپوټونه ښيي، چې هلته د لوږې له کبله یو شمېر خلکو ژوند له لاسه ورکړی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ویانده میلیسیا فلیمینګ بي بي سي ته ویلي ‘ موږ ډېر باوري یو ‘ د مرستو یو کاروان باید د یکشنبې په ورځ سیمې ته رسېدلی وای، خو د ځینو ستونزو له کبله دغه کاروان وځنډید.’

مضایا د لبنان پولې ته څېرمه پرته سیمه ده او ویل کېږي، چې د اوسېدونکو شمېر یې تر ۴۰ زرو کسانو رسیږي.

رپوټونو کې ویل کېږي د دغې سیمې خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره واښه او د ځناورو غوښو خوړلو ته اړ شوي دي.

د فلیمنګ په وینا، ‘همدا اوس راته ویل شوي، چې زموږ د بشري مرستو کاروان به د دوشنبې په ګهیځ روان شي.’

د نوموړې په وینا، ‘دا عادي ده، چې دغسې چارو کې یو څه ځنډ راځي، اداري مسایل هم شته.’

خو بل لور ته د سویټزرلنډ غیر دولتي خیریه سازمان ‘مډیسنز سان فرنټیزر’ وايي، د یاد کلي حالت خورا بوږنکونکی دی.

د دغه سازمان برایس دالاوګنې د خپل سازمان د ډاکټرانو له قوله، چې په مضایا کې له شته روغتیا پالانو سره اړیکه کې دي، وايي ‘کلي کې له ۲۵۰ ډېر کسان خوړو ته سخته اړتیا لري.’

هغه وايي ‘دوی کې لس کسان داسې دي، چې که سملاسي طبي مرستې لپاره له سیمې و نه ایستل شي، ښايي ژوند له لاسه ورکړي.’

دا وروستیو کې د خوړو نړیوال سازمان ډبلیو ایف پي هیله مندي ښوولې، چې مضایا ته به د خوړو لومړنۍ مرسته ورسیږي.

یو نیم میلیون سوریایان داسې محاصره شویو سیمو کې ژوند کوي، چې په بېړنیزه توګه مرستو ته اړتیا لري.

تر اوسه د مرستې رسېدو کې د ځنډ لامل معلوم نه دی، خو بیروت کې د بي بي سي جیم میور وايي، له دغسې سیمې د مرستندویه کاروان تېرېدل ګران پړاو دی، چې بېلې ډلې پکې له یوه بل سره جګړه کوي او سیمه کلابنده وي.

مضایا ته د مرستو رسولو لړ کې د سوري چارواکو او یاغیانو د مشرتابه تر څنګ هلته په جګړه بوختو ډلو د مشرانو تر منځ هوکړه شوې.

بل لور ته د سوریې حکومت تر کنترول لاندې سیمو کیفرایه او فواه ته هم د ورته بشري مرستو لېږلو لپاره خبرې روانې دي.

د سوریې جګړې کې محاصره یو معمول دی، خو د مضایا محاصرې له کبله د ځايي اوسېدونکو بوږنونکو تصویرونو خپرېدو په نړیواله کچه پام ځان ته اړولی.

د سوریې څلور نیم میلیونه اوسېدونکي داسې سیمو کې ژوند کوي، چې لاسرسی ورته ګران دی او له دوی نه یو نیم میلیون یې داسې محاصره شویو سیمو کې ژوند کوي، چې په بېړنیزه توګه مرستو ته اړتیا لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *