د فنلند مقامات د جنسي ازار او ا‌ذيت د جناياتو د لوړېدو د ګراف له امله په انديښنه کې دي. د امطلب ديلي تلګراف ور کړی دي.

د دغه هېواد دامنيتي ار ګانونو په خبره ډيري داسي پيښي ئي ثبت کړي دي چې په دغه هېواد کې مهاجرينو د نوې کال په شپه ډيرو ښځو ته ازار او اذيت رسولی 459699دي. د بيلګې په توګه د نوی کال په شپه دلته هم همهغه پلان عملي شو ، کوم چې د المان د کولن په ښار کې تر سره شول.« د فنلند په تاريځ کې د جنسي تيري عمل — بيخي نوې پديده ده. موږ پخوا هيڅکله هم د نوې کال په شپه د دآ ډول جنسي ازار او ربړ سره مخامخ شوي نه وو». دامطلب د هلسنکي د پوليسو مرستيال ايلکا ککيماکې څر ګند کړ. دی وايي هېواد ته په ۲۰۱۵ کال کې ۳۲ زره کډوال راغلل. د فنلند په پارکونو او کوڅو کې هيڅ دا ډول پيښي تر سره نه شوي. « زه په بشپړه توګه د نورو د کلتور سره بلد نه يم خو زه په دې معتقد شوم، چې د يوشمېر دغو کسانو ‌ذاتي تفکر په متفاوتو درجو کې قرار لري. يو شمير کسان په قوي باور داسي فکر کوي چې ګواکې دوی ته اجازه ده چې په کوڅو کې د زورزياتي څخه کار واخلي، او يا هم په کوڅو کې نجوني لمس کړي» — دامطلب پوليس څر ګند کړ.

د المان د کولن پيښي په ټوله نړۍ کې غصه را وپاروله. د نوې کال پر شپه پر ښځو د مهاجرينو له خوا حملي تر سره شوي، چې په اغلب ګمان ئي جنسي ماهيت درلود. تر اوسه پورې په دې اړه پوليسو ته ۳۵۰ شکايتونه رسيدلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *