پاکستان د ايران او عربستان ترمنځ په ستونزه کې بي پلوه پاتي کيږي د دې هيواد لومړي وزير د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز له دي سره ويلي اسلامي هيوادونه بايد د عربستان او ايران ترمنځ د ستونزې د هواری هځې وکړي150412045810_pakistan_nawaz_sharif_640x360_afp_nocredit

دا په داسي حال کي ده چي د عربستان بهرنيو چارو وزير د جمعي او د دفاع وزير يې نن اسلام آباد ته سفر کړی دی

د پاکستان لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز په لاهور کې له خبریالانوسره د خبرو پر مهال ویلي: اسلامي امت باید د عربستان او ایران ترمنځ د ستونزو د هواری په موخه باید خپل رول ادا کړي او پاکستان به په یوه مناسب وخت کې په دې برخه کې ګام پورته کړي.

له دې سره ښاغلي عزیز خبرداری ورکړی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ له شخړو به ترهګریزې ډلې ګټه پورته کړي.

له دې سره ده له هغه پاکستانیانو چې د عربستان او ایران په ملاتړ لاریونونه تر سره کوي له احتیاطه د کار اخستنی غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر بهرنیو چارو سلاکار زیاته کړې: که چیرې یو اړخ له مونږ څخه د ملاتړ غوښتنه وکړي نو مونږ به دوی ته ووایو چې بې پلوه یو دا د ملاتړ د رد او د پاکستان د بې پلویتوب اعلان دی

ده ویلي د اسلام آباد لپاره یې خپلې ګټې اړینې دي او پاکستان د خبرو له لارې دایران او عربستان ترمنځ د ستونزو د هواری غوښتنه کوي دا پّ داسې حال کې ده چې د عربستان بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر د جمعې او د دې هیواد دفاع وزیر نن اسلام آباد ته سفر کړی دی.

ویل شوي چې د عربستان دفاع وزیر او د ولی عهد ځای ناستې هم نن د پاکستان د ملاتړ د تر لاسه کولو په موخه اسلام آباد سفر کړی دی.

بله خوا د ایران او عربستان ترمنځ د ستونزو په ډيرښت سره د خلیج همکاریو شورا هم په ریاض کې د ځانګړې ناستې پر مهال ایران د عربستان په کورنیو چارو کې په لاس وهنې تورن کړی دی. عربستان تیره اونۍ په تهران کې ددوی پر سفارت خونې له برید وروسته له ایران سره ټولې دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړې. بله خوا ایران عربستان په سیمه کې د ستونزو په رامڼخ ته کولو تورنوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *