د سعودي عربستان دفاع وزیر او مرستیال ولي عهد شاه زاده محمد بن سلمان السعود نن پاکستان ته تللی.

دریو تېرو ورځو کې نوموړی دویم لوړ پوړی سعودي چارواکی دی، چې پاکستان ته سفر کوي.

د پاکستان دولتي150414194937_mohammad_bin_salman__640x360_reuters_nocredit رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې شاهزاده محمد به د پاکستان د دفاع له وزیر خواجه اصف سره د سیمې پر وضعیت خبرې وکړي.

له دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر په یوه لنډ سفر پاکستان ته تللی و.

نوموړي پاکستان کې د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف، لومړي وزیر نوازشریف او د بهرنیو چارو لپاره د لومړي وزیر له سلاکار سرتاج عزیز سره ګوښي لیدلي و.

له لومړي وزیر شریف سره لیدنه کې وزیر جبیر د ایران او سعودي عربستان تر منځ د اړیکو په اړه خبرې کړې.

یو شمېر شنونکي وايي، پاکستان ته د سعودي عربستان د دفاع وزیر سفر هدف هم د ایران خلاف د سعودي عربستان اضافي اقداماتو لړ کې د دغه هېواد ملاتړ تر لاسه کول دي.

له دې مخکې د لومړي وزیر نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز ویلي و، د ایران او سعودي عربستان تر منځ د تاو تریخوالي له منځه وړلو لپاره باید مسلمانان رول ولوبوي، که نه په وینا یې ‘د دواړو هېوادونو تر منځ د تاو تریخوالي ګټه به سخت دریځو او ترهګرو ته ورسیږي.’

بل لور ته د خلیج همکارۍ شورا کې شاملو سني عرب هېوادونو ایران سره دیپلوماتیکو ناندریو کې سعودي عربستان ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس ایس پي اي په رپوټ کې ویل شوي، چې ‘د خلیج همکارۍ شورا په یوه اعلامیه کې د شیعه ملا نمر النمر له اعدام کېدو وروسته په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت برید سخت غندل شوی دی.’

د یادې شورا اړوندو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه فوق العاده غونډه کې ‘د سعودي عربستان چارو کې د ایران لاسوهنې غندنه هم شوې.’

رپوټ کې ویل شوي، چې وزیرانو له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې ‘پر ایران فشار راوړي، چې له ګاونډیانو سره د ښه ګاونډیتوب له اصولو سره سم عمل وکړي، د خلیجي هېوادونو بې ثباته کول پريږدي، کورنیو چارو کې یې لاسوهنه و نه کړي او د ترهګرۍ ملاتړ پریږدي.’

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *