دعراق د ګډو عملياتو قوماندانې هغه اوازې او ګنګوسي رد کړي ، چې ګواکې په عراق کې ترکي ميشتو عسکرو د «اسلامي دولت» (چې فعاليت يي په روسيه کې منع دي) حمله په شا تمبولې ده. – دامطلب د شنبي په ورځ رويتر اژانس د ځايي رسنيو له قوله ورکړی دي.

د رسنيو د رپوټونو له مخې د عراق د ګډو عملياتو قوماندانې د عراق په شمال د باشقا کمپ ته څېرمه او يا هم د هېواد په بله سيمه کې د ترکي ځواکونو او «اسلامي دولت» ترمنځ نښتي ردوي458741.

د ترکيي ولسمشر رجب طيب اردوغان د جمعي په ورځ وويل چې د عراق په شمال کې د باشقا د روزني پر کمپ د حملي د هڅې په ترځ کې د «اسلامي دولت» ۱۸ وسله وال کسان ووژل شول.

د عراقي مقاماتو په وينا نرکيي عسکر چې په پوځي ګاډو سنبال وو، د د سمبر پر ۴ نيټه د عراق شمال نينوا ولايت ته ننوتل. دوی وايي چې عراقي مليشو ته ، چې د «اسلامي دولت» سره په جګړه بوخت دي پوځي ښوونه او روزنه ورکوي. عراقي مقاماتو د ترکيي دغه عمل « دښمنانه اقدام» بللې دي، چې په دې اړه د عراقي چاروکو سره سلا مشوره نه ده شوی. او دا د هيواد پر خپلواکې تيري دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *