د ننګرهار اچین، کوټ او چپرهار ولسوالیو کې د بې پیلوټه بریدونو او داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښتو له امله د دواړو خواوو ۴۲ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور یې ټپيان دي.

چارواکي وايي، چې دغه پيښې پرون د ورځې په اوږدو کې رامنځته شوې دي8241C1A2-EF72-4E8B-AFE6-94491486B13E_w640_r1_s.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقیوال نن کلید ته وویل، چې لومړنی بې پیلوټه برید پرون شاوخوا ۲ بجې د اچین ولسوالۍ پيښې سیمه کې شوی، چې پرمهال یې ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.

هغه دغه راز وویل، چې د کوټ ولسوالۍ په (جنجال غونډۍ) سیمه کې هم بې پیلوټه برید ۱۱ وسله وال وژلي او د یوې ښځې په ګډون یې ۳ نور ټپيان کړي دي: (( پرون ماسپښيهن دوه بجې بې پيلوټه طيارې د اچين په پېخې سيمه كې بريد كړى چې په كې د داعش ډلې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي، همدا شان تېره ورځ درې بجې د كوټ ولسوالۍ اړوند جنجال غونډۍ سيمه كې د هوايي بريد په پايله كې ۱۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي چې يوه ښځه هم په كې شامله ده.))

د امنیه قوماندانۍ دغه چارواکي په ورته وخت کې چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو د خپلمنځي نښتو خبر ورکړ.

هغه زیاته کړه، چې دغه نښتې په (ډاګو، سنګینې او کاریزو) سیمو کې ترسره شوي، چې پرمهال یې ۱۳ تنه داعش او ۳ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۱۱ طالب وسله وال ټپيان ټپيان شوي هم دي.

بلخوا تر اوسه داعش او طالب وسله والو د دغو پيښو په تړاو کوم نظر او غبرګون نه دی څرګند کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *