كونړ كې ډرون بريد، ۴ پاكستاني وسله وال مړه
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/01/151020114714__86220300_86220291.jpg)
كونړ كې ډرون بريد، ۴ پاكستاني وسله وال مړه د کونړ شیګل ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۴ پاکستاني وسله وال وژل شوي دي .
چارواکي وايي، چې دغه برید نن سهار شاو خوا اته بجې شوی دی .
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم کلید ته وویل، چې د ایتلاف هوايي ځواکونو د یادې ولسوالۍ «چوګام» سیمه کې، دوه هوايي بریدونه کړي، چې په کې ۴ پاکستاني وسله وال وژل شوي دي.
د هغه په وینا په شویو بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .
بلخوا د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.