د ملگرو ملتونو لوی منشي بانکي مون په يمن کي د سعودي عربستان له لوري له خوشيي بمونو کار اخستنه د نړيوالو قوانينو پر خلاف ښودلي ده بانکي مون ويلي داسي اسناد او لاسوندونه يي تر لاسه کړي چي په يمن کي د سعودي عربستان له لوري د خوشه يي بمونو د کار اخستني ښکارندويي کوي او دا کړنه جنگي جنايت ښودل 0,,18361713_303,00کيږي.

د ملګرو ملتونو لوی منشی بانکي مون، د دفتر له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي: دوی په یمن کې د روان کال د جنورۍ میاشتې په شپږمه نیټه د سعودي عربستان له لوري د خوشه یي بمونو د کارولو په هکله لاسوندونه تر لاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګې د ریپوټ له مخې، ددوی کسانو تیره اونۍ د یمن په شمال لویدیځ کې د نهه ویشتو خوشه یي بمونو ټوټې تر لاسه کړي دي. بانکي مون ویلي: د ایتلاف له لوري له دې بمونو کار اخستنه جنګي جنایت شمیرل کیدای شي.

له دې سره د ملګرو ملتونو لوی منشي په یمن کې د جګړې او د هوایي بریدونو د ډیرښت په هکله اندیښنه ښودلې او د یمن له حکومته یي غوښتي ترڅو له دې هیواده د بشر حقونو بنسټ د استازی د ایستولو پریکړه لغوه کړيږ

د منصور هادي د بهرنیو چارو وزارت په دې هیواد کې د بشر حقونو د ادارې ریس جورج ابو زولوف ناسم کس وښود او دی یې د پلویتوب له مخې د ریپوټونو په چمتو کولو تورن کړی دی خو بانکي مون ویلي چې دی د بشر حقونو د ادارې پر ریس بشپړ باور او اعتبار لري. د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ادارې ویلي دوی د هرې هغه سرغړونې ریپوټ ورکړی کوم چې په یمن کې د ښکلیو خواوو له لوري تر سره شوې دي.

روبرت کل ول – ” دا زمونږ دنده نده چې د بشر له حقونو د یوې خوا سرغړونې پّ هکله ریپوټ ورکړو او د بل اړخ په ورته ګام سترګې پټې کړو. مونږ په ټول واک او ځواک سره او په اوسنیو خطرناکه حالاتو کې د بشر پر حقونو څارنه کوو په خواشینۍ سره چې دواړه خواښې د بشر له حقونو په سر غړونې تورنې دي چې له مخیې یې په تیرو نهو میاشتو کې دوه زره اته سوه ملکي کسان وژل شوي دي.”

د ملګرو ملتونو له لوري د ورکړل شویو مالوماتو له مخې په تیرو لسو میاشتو کې شپږ زره وسله وال د یمن په جګړه کې وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *