د تخار امنيتي چارواکي وايي، چې له وسله والو طالبانو څخه د درقد ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه يې عمليات پيل کړي دي.

ددغه ولايت د والي وياند سنت الله تېمور وويل، دغه عمليات چې له تېر ماښام راهيسې پيل شوي، تر اوسه دواړو لوريو ته مرګ ژوبلې اوښتې ده.

تېمور وايي چې د ينګي قلعه ولسوالۍ لپاره د طالبانو له لوري د نومول شوي ولسوال مولوي بصير طلحه او په درقد کې د طالبانو د يوه نظامي مشر مولوي ګل حيدري په ګډون ۲۲ نور طالبان وژل شوي دي445552.

هغه وايي ددغو عملياتو په لړ کې چې هوايي ملاتړ يې هم کېږي، د درقد ولسوالۍ دوه مهمې او ستراتيژيکې سيمې اسلام اباد او شفتالوبوز چې د طالبانو مهم مورچلونه په کې وو، د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

د تخار د والي وياند وايي، چې په دغو عملياتو کې د ځانګړو ځواکونو يو سرتېری وژل شوی او څلور نور امنيتي کسان ژوبل شوي دي.

تيمور زياتوي : ((په دې عملياتو کې په شمال ختيځ کې د ۸۰۸ سپين زر زون قوماندان جنرال مراد علي مراد، د تخار والي محمد ياسين ضياء، امنيه قوماندان مل پاسوال نور محمد حکيمي هم ګډون لري او موږ هڅه کوو چې ياده ولسوالۍ د طالبانو له ولکې څخه خلاصه کړو.))

په همدې مهال بيا د درقد ولسوال عبدالغفور پژواک ته وويل چې وسله وال طالبان نور د امنيتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت نه شي کولی.

د هغه په وينا، د پيل شويو عملياتو په لړ کې به ياده ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.

د يادې ولسوالۍ د قغني سيمې يو تن اوسېدونکي نجم الدين پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې د درقد په ډېرو سيمو کې مرمۍ لګېدې .

نوموړی وايي چې ګڼ شمېر توغندي هم د خلکو پر کورونو لکېدلي دي.

ده زياته کړه : ((له تېر ماښام راهيسې د درقد پر ډېرو سيمو مرمۍ را اوري، ډي سي توپ يې موږ ډېر په وېره کې کړي يو، نور نه معلومېږي چې څوک مخ ته تللي او څوک شاته تللي.))

بلخوا وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې د حکومت لخوا پيل شوي عمليات يې په شا تمبولي او ګڼ شمېر سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې نښتو کې دولت يو شمېر پوځي موټر هم له منځه وړي دي.

نوموړى د خپل ولسوال وژل کېدل هم ردوي خو د درقد په عملياتو کې يې د څلورو طالبانو مرګ ژوبله تاييد کړې ده.

د يادولو ده چې درقد ولسوالۍ د روان لمريز کال د لړم په ۶مه د طالبانو له لوري ونيول شوه، ددغې ولسوالۍ د بيا نيولو لپاره د امنيتي ځواکونو لخوا دا دويم ځل عمليات دي چې ترسره کيږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *