د هيواد په بندخونو کي د ښځو پر وړاندې د ستونزو د هواری په تړاو د ولسمشر د فرمان له صادريدو وروسته سترې محکمې د ځيړنې په موخه يو پلاوی ټاکلی چي له ننه به خپل کار پيل کړي

ولسمشر محمد70C7B097-6840-4EBC-821C-D80B7F7882E2_w748_r1_s اشرف غني څو ورځې وړاندې د هیواد له ښځینه بندخونو لیدنه وکړه او له دوی څخه یې د ستونزو په کله پوښتلي دي. ښاغلي غني له دې لیدنې وروسته د ښځینه بندیانو د ستونزو د هواری په موخه یو حکم صادر کړ چې له مخې یې د سترې محکمې ریس سید یوسف حلیم له خبریالانو سره په لیدنه کې وویل چې د ښځینه بندیانو ټولې ستونزې به وڅیړل شي.

ښاغلي حلیم زیاته کړې په دې هکله یو پلاوی ټاکل شوې چې له شنبې ورځې به پر خپل کار پیل وکړي.

د ښځینه بندیانو په هکله د ستونزو د هواری په موخه د ولسمشر په حکم کې راغلي چې په کابل کې د ښځینه بندیانو ستونزې به وڅیړل شي او پایله به یې ولسمشری ماڼۍ ته واستول شي.

ولسمشر په داسې حال کې حکم صادر کړی چې د ښځینه بندیانو دوسیو ته د سمې نه رسیدنې په هکله ریپوټونه خپاره شوي دي. ځه موده وړاندې هم د افغانانو دیوالي ټولنې له لوري په تر سره شویو مرکو کې چې په کابل هلمند بلخ هرات او کندهار ولایتونو کې یې له ښځینه بندیانو سره تر سره کړې وه لویه ستونزه د ښځینه بندیانو لپاره د مدافع وکیلانو او ښځینه پولیسو په کمښت ښودل شوې وه.

په دې څیړنه کې راغلي وو چې عدلیې وزارت محکمې او ستره محکمه د ښځینه بندیانو دوسیو ته لومړیتوب نه ورکوي او ښځینه بندیانو له نیول کیدو تر خوشی کیدو څورول کیږي

د ریپوټونو له مخې اوس مهال د هیواد په بندخونو کې د ښځینه بندیانو په ګدون څلور ویشت زره کسان شپې ورځې تیروي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *