یمن کې د ایران پر سفارت بمباري نه ده شوې
ایران وايي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به شکایت وکړي چې د سعودي عربستان جنګي الوتکو د یمن پلازمېنه صنعا کې د دوی پر سفارت برید کړی.
د ایران دولتي رسنۍ وايي د توغندي چرې د سفارت پر دیوال لګیدلې او د سفارت څو تنه کارکوونکي یې ټپیان کړي دي.
ځايي رپوټونه وايي سیمه کې سخته بمباري شوې، خو وايي پر ودانۍ او یا شاوخواکې یې په ظاهره د وراني ویجاړي کومه نښه نه ښکاري.
د ایران بهرنیو چارو مرستیال وزیر امیر عبداللهیان وايي:
” په صنعا کې زموږ د سفارت یو ساتونکی ژور ټپي شوی. دا موضوع زموږ په اجنډا کې شامله ده. په څو ساعتونو کې به موږ د پېښې په اړه نور معلومات د ملګرو امنیت شورا ته په یوه رپورټ کې وړاندې کړو.”
بل لور ته سعودي عربستان د ایران تور ردوي، چې د دغه هېواد په مشرۍ اییتلافي الوتکو د یمن پلازمېنه صنعا کې د ایران پر سفارت بمباري کړې.
د سعودي عربستان په مشرۍ اییتلاف وايي دوی سفارت ته نژدې هېڅ کوم فعالیت نه دی کړی.
د سعودي عربستان په مشرۍ د اییتلاف له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د ایران تورونه ‘ ناسم دي او سفارت ته نژدې یا یې هم شاوخوا کې هېڅ کوم فعالیت نه دی شوی.’
د سعودي عربستان په مشرۍ اییتلاف یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد هوايي بریدونه کوي
اعلامیه کې ویل شوي، چې د دوی څېړنه ښيي، چې د سفارت ودانۍ روغه ده او کوم زیان نه دی ورته اوښتی.
له دې مخکې عیني شاهدانو او د سیمې اوسېدونکو ویلي و، چې هوايي بریدونو کې سفارت ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند حسین جابر انصاري پر سعودي عربستان تور پورې کړ، چې ‘سفارتي کارکونکو د خوندیتوب نړیوالې هوکړې یې تر پښو لاندې کړې.’
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي:
”صنعا کې د سعودي عربستان د هوايي بمباري پر مهال یو توغندی زموږ سفارت ته نژدې وغورځېد، چې له کبله یې په خواشینۍ سره زموږ یو ساتونکی سخت ټپي شو.”
تر اوسه معلومه نه ده، چې د ایران سفارت په بشپړه توګه فعاله و که نه، ځکه پروسږ کال د ډېری هېوادونو دیپلوماتان صنعا کې له خپلو سفارتونو ووتل او ساحلي ښار عدن ته ولېږدېدل.
سعودي عربستان کې شیعه ملا نمر النمر ته د اعدام سزا له ورکول کېدو وروسته د سعودي عربستان او ایران تر منځ اړيکي خورا ترینګلي دي، چې له کبله یې سعودي عربستان او نورو متحدینو یې له ایران سره سفارتي اړیکي پرې کړي دي.