د ملي اردو په عملیاتو کې ۶۰ وسله وال وژل شوي
د ملي دفاع وزارت وايي چې د ملي اردو د منسوبینو له خوا په ۱۹ عملیاتو کې ۷۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او نیول شوي دي
د ملي دفاع وزارت ویاند بريد جنرال دولت وزیري وویل چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په دغو عملیاتو کې چې په ۱۳ ولایتونو کې ترسره شوي، ۶۰ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۱۴ ټپيان دي او څلور نور نيول شوي دي.
د هغه په خبره چې په دغو عملیاتو کې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی په کې رسېدلی.
سرچینه زیاتوي چې په دې موده کې د ځانګړو او کومانډو قطعاتو له خوا هم په ځینو ولایتونو کې ۱۳ عملیات ترسره شوي خو د ولایتونو نومونه او په عملیاتو کې مرګ ژوبله یې نه دي یاد کړي.
د دفاع وزارت ویاند وايي چې دغه عملیات د وسله والو د له منځه وړو په موخه ترسره شوي او دوام به پیدا کړي.
خو طالبانو په خپله انټرنېټي پاڼه کې ویلي چې د بريدونو، نښتو او په متقابلو عملیاتو کې یې دولتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي دي.