پاکستان غواړي د ایران او سعودي عربستان سره ژورې اقتصادي اړیکې ولري او ددې دواړو هیوادونو د انرژۍ پراخو زیرمو ته لاس رسی ولري.
د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو له پریکون وروسته د عربستان د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې ورځ اسلام آباد ته لاړ چې د پاکستاني مشرانو سره وگوري.
پاکستان د شیعه مسلمانانو د لوی اقلیت او د فرقوي تاوتریخوالي د تاریخچې په لرلو سره ډیره هڅه کوي چې د عربستان او ایران ترمنځرامنځ شوی کړکیچ راکم کړي.
وروسته 9189079D-6308-470C-9BE5-DEB608E1CAB4_w640_r1_s_cx12_cy9_cw88له هغې چې د سعودي عربستان حکومت د شنبې په ورځ د یو شیعه لوړپوړي روحاني په گډون ۴٧ تنه اعدام کړل، د منځني ختیځ په گوټ گوټ کې تاوتریخوالي زور واخیست او د ریاض دغې اقدام د سعودي د اوږدمهاله سیال ایران غوصه راوپاروله.
په ایران کې مظاهره کوونکو په تهران کې د عربستان د سفارت او په مشهد کې ددې هیواد د کونسلگرۍ مخ ته راټول شوي وو او په تهران کې د سعودي د سفارت یوې څنډې ته یې اور واچوه.
ددې پیښې په تعقیب لومړی سعودي عرلستان او بیا د ریاض متحدو یو شمیر نورو سني مذهبه هیوادونو له ایران سره خپلې اړیکې وشلولې.
پاکستان چې کله ناکله د فرقوي تاوتریخوالي ښکار کیږي او اوس هم له دې درکه ځان په خطر کې ویني تر دې دمه یې هڅه کړې چې د ریاض او تهران په جنجال کې ځان ښکیل نه کړي او د ایران او سعودي دواړو سره خپلې اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
د بهرنیو چارو او امنیت په برخه کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وویل چې پاکستان د ایران او سعودي عربستان دوست دی او هڅه به وکړي چې اسلام آباد ته د عربستان د بهرنیو چارو د وزیر عادل الجبیر، د سفر په ترڅ کې د تهران او ریاض ترمنځ رامنځ ته شوی درز بیرته ورغوي.
ښاغلي عزیز وویل چې پاکستان د سوله ییزې لارې د اختلافونو د حل کولو غوښتونکی دی او زیاته یې کړه چې په دې له ازمونه ډک پړاو کېددې مسلې سوله یز حل د مسلمانانو په گټه دی.
ټاکل شوې چې ښاغلی الجبیر به د سرتاج عزیز سره له کتنې وروسته د پاکستان د صدراعظم نواز شریف او د پوځ د لوی درستیر راحیل شریف هم وگوري.
پاکستان تیره میاشت له هغه ایتلاف نه هم ځان لېرې وساته چې د سعودي عربستان له لورې رامنځ ته شو او په هغه کې پاکستان ددې ایتلاف د ٣۴ غړو هیوادونو په لیست کې معرفي شوی و.
تیر کال هم پاکستان د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن کې د هوتي یاغیانو پر وړاندې ایتلاف کې خپل گډون رد کړی و.
پاکستان غواړي د ایران او سعودي عربستان سره ژورې اقتصادي اړیکې ولري او ددې دواړو هیوادونو د انرژۍ پراخو زیرمو ته لاس رسی ولري.
سعودي عربستان او پاکستان له څو لسیزو راهیسې ډیرې نژدې او ټینگې اړیکې لري او نواز شریف د دوه زرم کال په لومړیو کلونو کې وروسته له هغې چې د یوې پوځي کودتا په نتیجه کې له واکه لېرې شو یو څه موده په تبعید کې په سعودي عربستان کې اوسیده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *