د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې پريکړه وشوه، چې د دې جرګې د لومړي نایب حاجي ظاهر قدیر څرګندونو د روښانتیا له پاره يو پلاوی د هېواد مشرقي ولايتونو ته ولېږدوي.

په دغه جرګه کې ځينو غړو وویل، چې د ولسي جرګې ځينې داسې غړي هم شته، چې کله ناکله غېر مسوولانه څرګندونې کوي او دغه څرګندونې د دې لامل walasi-jکيږي، چې ځينې هېوادونو ته هم اندېښنې پېدا شي او د افغانستان پر پولو په ځينو اقداماتو لاس پورې کړي.

دوی يې تر ټولو ژوندی مثال د روسيې له لوري د طالب وسله والو په اړه څرګندونې دي.

د افغانستان له پاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، چې روسیه د ځينو طالب چارواکو سره ليده کاته کړي او هغوی ته يې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې سره مبارزې په برخه کې د روسيې او طالبانو هدفونه سره یو دي.

د افغانستان سرحدونو ته نژدې سيمو کې د روسيې هېواد له لوري د ځواکونو ځای پرځای کول بولي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې دا شان څرګندونې عبدالظاهر قدیر ته متوجه دي او باید د هغه د څرګندونو په هکله څېړنې وشي.

له دې وړاندې حاجي ظاهر قدیر په وار وار دا ویلي وو، چې په ننګرهار ولایت کې د داعش ډله د افغان حکومت له لوري تمويليږي او باید مخه يې ونيول شي.

ابراهيمي زیاته کړې، چې د ۵ اړوندو کمېسيونونو څخه دې یو پلاوی د ولسي جرګې دارالانشا ته ور وپيژندل شي او ننګرهار ته دې ورته د سفر زمینه برابره شي، تر څو د موضوع ريښه معلومه شي.

د ولسي جرګې غړي احمد بهزاد وویل، چې په رسنيو کې د ځينو موضوعاتو خپرېدل، چې ګواکې حکومت د ترهګرو ملاتړ کوي، خپله ملي ګټو ته زیان رسوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *