له یمن څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې په دې هیوا کې د لنډ مهالي اوربند له پای ته رسیدو وروسته نښتو ته زور ورکړل شوی دی. تیره ورخ د عربستان په مشری ایتلاف د صنعا ډیری سیمې تر هوایي برید لاندې راوستلې دي. د رارسیدلو ریپوټونو له مخې په دې بریدونو کې د ړندو یو مرکز د سوداګری خونه او ځینې سوداګریزې برخې په نښه شويدي0,,18611041_303,00.

عبدالله احمد بانيان – ” په دې مرکز کې ناروغان او معیوبین ساتل کیدل چې برید پرې وشو د یوه نیمې بجې په شاوخواو کې دوه توغندي د ړندو کسانو پر یوه مرکز توغول شوي دوی ولي په دې مرکز برید وکړ؟ دا څه جنایت دی؟ آیا ړانده هم په جګړه کې ونډه لري؟.”

د ایتلاف الوتکو ّه تعز او هدیده ښارونوکې هم پر ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي او ویل شوي چې حوثیانو د حجه په ښار کې پرمختګ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې پّ تیرو لسو میاشتو کې چې په دې هیواد کې جګړه پیل شوي له امله یې له شپږ زره ډير کسان وژل شوي چې له دوی څخه دوه زره اته سوه یې ملکیان دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *