د مارجې ولسوالۍ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه سره نږدې پرته ولسوالۍ ده د مارجې ولسوالۍ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه سره نږدې پرته ولسوالۍ ده

د هلمند امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن سرجنګ وویل چې په مارجې ولسوالۍ کې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو پر وړاندې په پیل شوو عملیاتوکې یو Badghis 22_0شمیر سیمې هم له مخالفو وسله والو څخه بیرته نیولي دي.

جنرال سرجنګ وویل دغه عملیات چې تیره ورځ دګډو افغان امنیتي ځواکونو لخوا د مارجې ولسوالۍ دمخالفو وسله والو ترواک لاندې سیموکې پیل شویدي، په ترڅ کې یې وسله والو ته درنه مرګ ژوبه رسیدلې ده.

هغه وویل په دغه ولسوالۍ کې په روانو نښتو کې د افغان حکومت ۴۳ مخالف وسله وال وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

همداشان د هلمند د پولیسو دغه چارواکي وویل چې ترڅنګ یې ډیر زیات مهمات او یو شمیر وسلې هم دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

سرجنګ وویل چې دعملیاتو په ترڅ کې د مارجي ولسوالۍ په حدود کې د ولایت مرکز لشکرګاه ته غځیدلې لویه لاره چې څه موده وړاندې وسله والو په ماینونو پوښلې وه بېرته دتګ راتګ پرمخ خلاصه کړې ده.

د هلمند امنیه قومندان وايي چې د ملکي اوسیدونکو د ژوند د خوندیتوب لپاره دوی دغه عملیات په ډیر احتیاط پرمخ وړي.

نږدې یوه میاشت وړاندې دمارجې په ولسوالۍ کې د افغان حکومت مخالفو وسله والو ګني سیمې ترخپل کنترول لاندې راوړي.

په هلمند کې امنیتي چارواکي وايي چې پدې ولسوالۍ کې به روان پوځي عملیات ترهغه وخته دوام ورکړي چې دمارجې ولسوالۍ ټولې سیمې په بشپړه توګه د مخالفو وسله والو له شتون پاکې شي.

د مارجې ولسوالۍ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه سره نږدې پرته ولسوالۍ ده چۍ تیره ورځ پکښې د یوه امریکايي سرتیری له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *