د مهاجرت نړیواله ادA4AF3273-5197-445E-8CD5-1DB038E2BF94_w640_r1_sاره (IOM) وایي پروسږکال درې زره اووه سوه او یو اویا کسان چې غوښتل یې د مدیترانیې د بیحرې د لارې اروپا ته لاړ شي په لاره کې مړه شویدي.
د دغې ادارې په راپور کې چې د سه شنبي په ورځ خپور شوی، ۲۰۱۵ کال د مدیترانیې د بحیرې له لارې د تیریدونکو مهاجرینو لپاره تر ټولو خونړی کال ګڼل شوی دی.
د آی او ایم راپور وایي چې په ۲۰۱۴م کال کې درې زره دوه سوه او نهه اویا تنه په همدې لار کې مړه شوي وو.
د مهاجرت د نړیوالې ادارې په کلني راپور کې همدارنګه ویل شويدي چې پروسږکال شاوخوا یو میلیون ۴۳ زره او ۵۶ کسان په خطرناکو لارو اروپایي هیوادونو ته رسیدلي دي چې د ۲۰۱۴ کال په پرتله دغه شمیر پنځه چنده زیات شویدی.
په ۲۰۱۴ م کال کې یوازې دوه لکه او نولس زره کسانو اروپا ته مهاجرت کړی و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *