د ملگرو ملتونو امنيت شورا په يمن کي د اوربند غوښتنه کړې ده
د ملگرو ملتونو امنيت شورا په يمن کي د اوربند غوښتنه کړې ده
ددي شورا غړيو له دې سره په يمن کي له ښکيلو خواوو غوښتي ترڅو له کوم وړانديز پرته د پخلاينې د خبرو په بل پړاو کې گډون وکړي. په تيره مياشت کې د اوربند له پاي ته رسيدو وروسته نښتې پيل شوي دي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو په یوه ناسته کې په یمن کې روان حالات څیړلي دي. دډې شورا غړیو په یمن کې د اوربند او په جګړه ځپلو سیمو کې اړو کسانو ته د مرستې رسونې لپاره د لارې پرانستلو غوښتنه وکړه. دوی په یمن کې له ښکیلو خواوو وغوښتل ترڅو له کوم شرط پرته د پخلاینې خبرو په بل پړاو کې ګډون وکړي.
د امینت شورا دوره یي ریس د یمن په هکله د خبرو مخکینۍ پړاو ګټور وښود، د یمن له دولت او وسله والو مخالفینو وغوښتل ترڅو د مخکینو هوکړو له مخې خپلې کړې ژمنې پلې کړي او په هغه خبرو کې ګډون وکړي کوم چې ټاکل شوې تر راتلونکو لسو ورځو پیل شي.