ملگري ملتونه د سعودي عربستان او ايران ته ترمنځ د شخړو د ديرښ13930605000199_PhotoIت او پر سميه ايي د اغيزو د مخنيوي لپاره دواړو هيوادونو ته پلاوی استوي

د عربستان او ايران ترمنځ ديپلوماتيکي اړيکو په پرې کيدو سره نړيوالې انديښنې رامنځ ته شوې دي اونړيوالو مشرانو دواړو هيوادونوته له صبر او حوصلي څخه د کار اخستني سپارښتنه کري ده

د ملګرو ملتونو ویاند استیفن دوجاریک په یوه خبري ناسته کې وویل: د عربستان او ایران ترمنځ د اړیکو پریکولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترینګلتیا ډيرښت اندیښنې را پارولې دي او د ملګرو ملتونو لوی منشی به د ستونزو د کمښت په موخه دواړو هیوادونو ته د سوریې په برخه کې ددې اداري ځانګړی استازی واستوي. دوجاریک د نمرپر اعدامولو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ یې اړیکې خړې کړې نیوکه وکړه وویل: ملګري ملتونه د کسانو له اعدام سره مخالف دی او د ملګرو ملتونو لوی منشی خو ځله په ځانګړې توګه د نمر د عدام په هکله له عربستاني چارواکیو سره خبرې کړي دي.

استيفن دوجاريک – “د ملګرو ملتونو استول شوی پلاوی به د وروستیو بدلونونو له مخې د رامنځ ته شویو حالاتو او د سوریې په هکله په خبرو به یې د اغیزې به تړاو له مسولینو سره وګوري. دمستورا په دې آند دی چې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د اړیکو په خرابوالي سره حالات کړکیچن شي دوی ټینګار کوي چې دا پیښه باید پر سیمه ابده اغیزه ونکړي. ” کليپ ۱

د نړۍ ډیریو هیوادنو مشرانو د عربستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر ترینګلتیا او پر سیمه یې د اغیزو په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده.

د ترکیې لومړي وزیر مرستیال ویلي: دا ستوزه پر سیمه بده اغیزه کوي. ده له دواړو هیوادونو غوښتي ترڅو له غزم څخه کار واخلي.

د آلمان لومړۍ وزیرې مرستیال عربستان ته خبرداری ورکړ که چیرې ډله ایز اعدامونه بند نکړي نو آلمان به پر دوی د وسلو پلورولو ته بیا کتنه وکړي.

د امریکا ولسمشر ویاند جان آرنست د نمر پر اعدام نیوکه کړې ویلي یې دي: امریکایي چارواکیو تل د سعودي عربستان له مشرانو سره د اعدم په هکله خبرې کړي او د پایلو په هکله یې خبرداری ورکړی دی.

جاش ارنِست – “امریکایي چارواکیو تل د سعودي عربستان له مشرانو سره په اړیکو کې د اعدامونو په ځانګړې توګه د شیخ نمر د اعدام په هکله خبرداری ورکړی دی. په خواشینۍ سره پر هغه څه چې مونږ اندیښنه درلوده رامڼخ ته شوې دي.”

د بریتانیا او یو شمیر نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو او مخورو له عربستاني او ایراني چارواکیو سره اړیکې نیولې او په سیمه کې یې د ستونزو او شخړو د کمښت غوښتنه کړې ده. بله خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ایران کې د عربستان پر سفارت برید غندلی دی.

همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان استازي ویلي، د ایران او دوی ترمنځ د عادي اړیکو رامنځ ته کول د ایران له لوري له مداخلې له لاس اخستنې سره تړاو لري او اوسنۍ روان حالت به د سوریې او یمن پر حالاتو اغیزه ونکړي.

بله خوا د ایران بهرنیو چارو وزارت سعودي عربستان په سیمه کې د شخړو او ستونزو په رامنځ ته کولو تورن کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *