عالیقدره مرجع حضرت آیت‌ الله العظمی سید محمدتقی مدرسی د شیخ آیت الله نمر د شهادت په ویاړ یوه وینا پاڼه خپره کړې دهIMG12591404:

بسم‌ الله الرحمن الرحیم

(مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً)

» د مسلمانانو ترمنځ داسې کسان هم شتون نلري چې له لوی ځښتن تعالی سره یې کړې ژمنې پلې کړي دياو دې ژمنو ته په وفاداره پاتې شوي، یوشمیر کسان شهیدان شوي ځینې په تمه دي اوهڅ کله یې مخ ندی اړولی«.

د عالم له خدای ج څخه په مننې چې ظالمان یې پرځولي، اړو کسانو ته د پناه ورکونکي د لاسبندو یاور او د شهیدانو او ریښتینولیو ملاتړ او پلوی دی.

او د خدای درود د وي پر هغه رسولانو او د مجاهدینو پر مخورو او الله ج دوی هغې موخې ته رسولي کوم چې ټول عمر یې هیله درلوده. خپله بدخویه د ترور ونه یې رسوا کړه او یو هیواد د هغه کس په وینو لاس سور کړ کوم چې د خلکو ددفاع غږ یې پورته کړ او له عدالت پرته یې بله غوښتنه نه درلوده.

د شیخ نمر شهادت د ټولو تکفیري ډلو له رامنځ ته کولو بدتره دي او ددې زشت عمل پایلې له هغه څخه بدتره دي کوم چې د صدام حسین د واکمنۍ پر مهال په عراق کې د دیني مراجعو پر وړاندې تر سره شوې دي او دا نه یواځې داهل بیت لپاره یو لوی ګذار دی بلکې د هغه نړیوالو لپًاره لوی زیان دی کوم چې په آسماني ارزښتونو ددې مبارکې آیې له مخې باور او اعتبار لري: (مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا).

»هر څوک چې له قصاص پرته په ځمکه کې د کس پر وژنې لاس پورې کړي په دې مانا ده چې ټول خلک یې وژلي دي. «

د شهید شیخ وژونکو دا وښوده چې د ارشاد منطق د حقیقت او حقونو غوښتنه چې په سوله ایزه توګه وي د داعش له همفکرانو د آل سعودي او ددوی له ملګریو ګټه نلري. د شیخ نمر د وینې تویول ټولو الهي ارزشتونو څخه سرغړونه او د ټولو نړیوالو حقونو او قوانینو تر پښو لاندې کول ده، په ځانګړې توګه کله چې د شیخ نمر په څیر یو ستر دیني عالم چې په سیمه کې بیساری وو وژل کیږي. نو له دې مخې دده د وینې تویدنه به له ځان سره رنګ ولري ځکه چې خدای ج ستمکارانو ته ددوی د کړنو ځواب ورکوي او فرمایي: (إِنَّا مِنْ الْمُجْرِمِينَ مُنتَقِمُونَ)

( مونږله جنایتکارانو بدل اخلو) او(وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلاَ يُسْرِفْ فِي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنصُورًا)«هر څوک چې مظلوم ووژل شول ددوی ته مو قدرت ورکړی نو باید ژه ژنو کې له زیاده رویه مخنیوی وکړ ځکه له ده سره د خدای ملګرتیا مل وه.» تاریخ به دا وښیي چې ددې جنایت تر سره کولو پایله به ددې بدې کورنۍ د قدرت پای ته رسیدو لپاره وي. دا هغه کورنۍ ده چې په کړنو کې یې له وژنې سرغړونې او ستم څخه بل څه ندي لیدل شوي.

مونږ ددې جنایت په غندلو سره نړیوالو ته وایو چې د آل سعود نظام له سرې کرښې اوښتۍ او باید ددوی د طالمانه کړنو په تمه پاتې شو. ټول باید په ډې پوه شي چې د اهل بیت علیهم السلام ښونځۍ هماغه دی چې زین العابدین علی بن الحسین چې خدای درود د پر دوی ویي فرمایلي: «وژنه زمونږ عادت دی او شهادت موهبت د خدای د پر مونږ». د تاریخ په اږدو کې زمونږ پلویانو په شهادتونو سره د رسالت ونې ته اوبه ورکړې دي او روزلې یې ده او ستمګران هیڅ یو پلوی نلري. ستر دولتونه هم باید په دې پوه شي چې د تررو د ونې په شاخونو پرې کولوسره ونه له منځه نځي او که چیرې د ظالمو حکومتونو مخنیوی ونشي او د دوی د دولتي ترهګری څخه مخنیوی ونکړي،   وینا د خپلواکۍ، عدالت او حقونو شعارونه به کومه تشه ډکه نکړي.

و الله المستعان

محمدتقی مدرسی

۲۱ ربیع‌الاول ۱۴۳۷

مقدسه کربلای

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *