د ۲۰۱۵ ز- ل کال د دیسامبر په میاشت کی د روسیی د ستراتیژیکو موخو لپاره توغندیزو ځواکونو خپله ۵۶ مه کلیزه ولمانځله.

په دی ورځ د روسیی د ستراتیژیکو موخو لپاره د توغندیزو ځواکونو قوماندان ډګرجنرال سرګی کاراکایف په راتلونکی کی دغو ځواکونو د غښتلتیا او پراختیا په هکله خبریالانو ته په خپلو خبرو کی وویل، چی دغه ځواکونه سره له دی چی ډیر اوږد واټن لپاره او ډیر غښتلی دی، دغو وړتیاوو ته په کتو سره بیا د ساتنی لګښتونه یی دومره ډیر نه دی. د روسی د ستراتیژیکو موخو لپاره د ټوغندیزو ځواک455590ونو د ودی او پراختیا په تړاو په پلان کی ده، چی د وړتیا په کچه کی بدلونو ته ډیره پاملرنه وشی.

کاراکایف په دی هکله څرګنده کړه:« لومړی دا چی مونږ د «یارس» د ټوغندیز سیستم چی هم بنسټیز او هم خوځنده جزوتامونه لری او د کوم سیستم وړتیا چی د اوسنیو ټولو توغندیزو سیستمونو د کچی څخه لوړه ده، د مډرنولو خبره د خپل کار په لومړیتوب کی نیولی ده. دوهم دا چی مونږ د «سارمات» په نوم د توغندیو لپاره د نوی توغندیز سیستم د جوړولو د پلان کار پای ته ورساوه.

دغه دروند توغندیز کومپلکس به د اوسنی توغندیز سیستم او د «وی وود» وزرلرونکی توغندیو ځای ونیسی، چی د سمبالښت چاری یی ډیر وخت د اوکراین د توغندیز جوړونکو لخوا تر سره کیدلی. اوسمهال دغه کوکپلکسونه روسی کارپوهانو ته سپارل شوی دی. د « سارمات» نوی توغندیز سیستم هم د خپلو ځانګړتیاوو له مخی خپل مخکینی توغندیز سیستم ته ورته دی او لکه څنګه چی «یارس» د مخالفینو د دافع هوا سیستم ماتولی شی، په همدی ډول دغه نوی کومپلکس همدغه وړتیا لری او تر ټولو مهمه خبره دا ده، چی دغه کومپلکس به په بشپړه توګه د روسیی په فابریکو کی جوړیږی.

په همدی ډول ډګرجنرال سرګی کاراکایف د دی تر څنګ د داسی توغندیز کومپلکس د جوړولو د کار د پیل خبر هم ورکړ، چی ستیشن به یی په اورګاډی کی، د اوسپنی په لاری ولاړ وی. اوسمهال د داسی کومپلکس د سیستم د طرحی کارونه پای ته رسیدلی دی. او په ۲۰۱۷ ز- ل کال کی باید د روسیی ولسمشر ته په اورګاډی کی، د اوسپنی په لاری د توغندیز سیستم د پراختیا په هکله راپور وړاندی کړو.

د پام وړ ده، چی د دیسامبر په میاشت کی د روسیی د اټمی وسلو په برخه کی ډیری د پام وړ پیښی رامنځ ته شوی دی. په دی ډول سره د روسیی په شمال کی د سیویرادوینسک په ښار کی په شمار د ۷ می اټمی اوبتلی چی «بوریا — А» نومیږی، د ۹۹۵ طرحی د جوړیدو بنسټ ایښودل شوی دی. په پام کی ده، چی ټول ټال د روسیی د سمندریزو ځواکونو په تشکیل کی ۸ د «بوریا» او «بوریا — А» ډوله اټمی توغندی لیږدونکی اوبتلونه موجود جوړ شی. چی هر یو اوبتل به د دی وړتیا ولری، چی د «بولاوا» په نامه د وچو ترمنځ وزرلرونکی ۱۶ توغندی ولیږدوی. اوسمهال د روسیی سمندریزو ځواکونو ته دری دا ډول اوبتلونه چی «یوری دالګاروڅکی»، «الکساندر نیفسکی» او «ولادیمیر موناماخ» نومیږی، سپارل شوی دی. په همدی ډول د «بوریا — А» ډوله د دریو نورو اوبتلونو چی د « کنیاز ولادیمیر»، «کنیاز الیګ» او « جنرال سووروف» په نامه دی، د جوړیدو کار روان دی.

په دی تړاو یوه بله پیښه هم ډیره د پاملرنی وړ ده، د جمعی په ورځ د روسیی سمندریزو ځواکونو ته د « کادمیسن کووالیوف» په نامه بیړی، چی د «بولاوا» او د اټمی توغندیو لیږدولو وړتیا لری، وسپارل شوه. دغه بیړی چی د کنګل پر وړاندی په ډیرو غښتلو تخنیکی وسایلو سمباله بیړی ده، د خپلو دغو ځانګړتیاوو له مخی د دی وړتیا لری، چی د نړیوال سمندر هر کنج ته اتمی توغندی ورسوی او د«بوریا» توغندی چی تر۹۰ ټنو پوری دروند دی، هملته په اوبو کی د یو ځای څخه بل ځای ته ولیږدوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *