د داعش جګړه ماران، چې د کوردانو د ځاني دفاع لښکرو ( YPG ) د سوریې په شمال کې د کوردانو او جهادوالو ترمنځ د جنګونو په ترڅ کې ژوندي نېولي، د ( YPG ) په بندیخانو کې ساتل کیږي.

د Sputn455816ik Türkiye خبریال پر دې بریالی شوی، چې یادو شوو بندیخانو ته د ورتګ ځانګړې اجازه تر لاسه کړي او هلته د داعش له اسیرو جګړه مارانو سره مرکه وکړي.

د دغو اسیرانو له ډلې نه یو کریم امرهَ نومیږي، په عمر د ۳۱ کالونو دی او د مراکش تبعه دی. دی د داعش د جګړه مارانو د یوې ډلې قوماندان وو. کریم امرهَ په ۲۰۱۳ کال کې له جهادوالو سره یوځای شو او په ۲۰۱۵ کال کې کوردي ځواکونو په جنګ کې ژوندی ونېو.

کریم امرهَ هم، د داعش د هغو نورو غړو په څیر، چې د Sputnik Türkiye خبریال ورسره مرکه کړې ده، له ترکیې سره د جهادوالو د اړیکو کېسه وکړه او د داعش د جنګیالیو د لیکو د ډکېدو پر بهیر یې رڼا واچوله. کریم امرهَ وایي:

«په تونس کې تر انقلاب وروسته ډېری ځوانان له اسلامپالو افراطي سازمانونو سره یوځای شول او هملته یې د سختدریځه اسلام اساسات او د جهاد کولو لارې چارې زده کړې. ما هم همدغه لوستونه وویل او زده مې کړل. د خپل یوه ملګري په سلا مې له داعش سره اړیکه ټینګه کړه. له تونس څخه لومړی لیبیا ته لاړم، او له هغه ځایه په الوتکه کې ترکیې ته ورسېدم. وروسته د ترکیې په ختایي ولایت کېد ریحانله د سرحدي تاڼې په سیمه کې له پولې نه په ناقانوني ډول د سوریې خاورې ته ورواووښتم.

په ۲۰۱۳ کال کې ما حلب ته په یوه نېږدې کلي کې ۱۵ ورځې جنګي مهارتونه زده کړل. په ۲۰۱۵ کال کې مې له یوې سوریایۍ سره واده وکړ. په داعش کې زه د یوه ګروپ قوماندان وم. له داعش سره تر یوځای کېدو څه موده وروسته یې زه عراق ته د جنګ لپاره ولېږلم. یو کال مې د عراق په رامادي ښار کې تېر کړ او هلته د عراق د حکومتي پوځ پر ضد جنګېدم. تر عراق وروسته یې زه د سوریې د حلب ښار شمال ته ولېږلم، هلته دوه نیمې میاشتې وم او د سوریې ازاد اردو د جنګیالیو پر ضد جنګېدم. له دې ټولو وروسته یې کوباني ته د (YPG) پر ضد جنګ ته ولېږلم».

امرهَ وویل، چې دی د یوې ۲۰ کسیزې ډلې قومانداندان وو. او کوباني ته د داعش ټول ۴۰۰ تنه جنګیالي لېږل شوي وو. دی په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي: «کوباني ته تر راتګ یوه اونۍ وروسته، کوردي ملیشو د شپې پر مهال زموږ پر مورچلونو ډېر سخت او پراخ برید وکړ. زه پر تېښته بریالی شوم، خو لږه موده وروسته لاره راڅخه ورکه شوه. هغه مهال چې زه د ترکیې پولې ته نېږدې شوم، د سیمې یوه اوسیدونکي غږ راباندې وکړ. ما دغه سړي ته وویل، چې زه د (YPG) جنګیالی یم. له ما سره نه وسله وه، او نه لاسي بمونه. یاد شوي سړي زه خپل کور ته بوتلم او ډوډۍ یې راکړه. وروسته د دغه سړي کور ته د (YPG) یو جنګیالی راغی. دوی پوه شول چې زه د (YPG) جنګیالی نه یم، نو بندي یې کړم. ما په کوباني کې ټوله یوه اونۍ تېره کړه. په هغه سیمه کې چې زه پکې وم، د داعش ۸ تنه نور جنګیالي هم وو. له هغوی نه ۶ تنه په خټه ترکان وو. دوی زموږ د غونډۍ د ساتلو دنده پر غاړه لرله. زموږ په ډله کې دوو تنو ترکانو په جېرابلوس کې د داعش له قوماندانانو سره ښه اړیکي لرل».

«ترکیې له موږ سره ډېره مرسته کوله»

امرهَ پر هغو مرستو او ملاتړ هم رڼا واچوله، چې ترکیې له داعش سره کول. دی په همدې تړاو د غږېدا په ترڅ کې زیاتوي:

«ترکیې له داعش سره مرسته کوله، د داعش لیکو ته د نوو جنګیالیو په پیدا کولو کې یې زموږ کار ډېر اساناوه. په همدې ټوله موده کې زه د داعش په لیکو کې وم، یو ځل مې هم دا نه دي اورېدلي، چې ترکي پوځیانو د داعش له لیکو سره د نوو غړو د یوځای کېدا د بهیر په مخه کې خنډونه اچولي دي. بر عکس موږ دا خبره کوله چې ترکیه داعش ته د ارزښت په سترګه ګوري او زیاته مرسته ورسره کوي».

له ترکیې سره د بندیانو تبادله

کریم امرهَ په موصل کې د ترکیې د قنسلګېرۍ د هغو ۴۹ تنو کارکوونکو د خلاصولو په تړاو هم ډېر مهم اطلاعات د Sputnik Türkiye له خبریال سره شریک کړل، چې ۱۰۱ ورځ د داعش له جنګیالیو سره اسیر وو.

د ۲۰۱۵ کال په اوړي کې، هغه مهال چې په موصل کې د ترکیې د قونسلګېرۍ کارکوونکي د داعشیانو له خوا برمته شول، ترکي رسنیو خبر ورکړ، چې ۴۹ تنه ترکي اسیران د داعش په هغو ۱۸۰ تنو جګړه مارانو بدل شول، چې په همغه وخت کې د ترکیې په بندیخانو کې وو. خو د ترکیې مشرتابه په همغه وخت کې دغه خبر په رسمي ډول رد نه کړ.

کریم امرهَ په دې تړاو هم رڼا واچوله، چې د ترکیې د قنسلګېرۍ د ۴۹ تنو کارکوونکو د تبادلې او سپارلو په بهیر کې یې په خپله ګډون لاره، ځکه چې هغه مهال دی د عراق په موصل ښار کې وو. دی په همدې تړاو د غږېدو په ترڅ کې وایي: «موږ ترکیې ته، په موصل کې د دوی د قنسلګېرۍ کارکوونکي وسپارل، او ترکیې په خپل وار، زموږ وګړي موږ ته راکړل. د اسیرانو او بندیانو د تبادلې دغه عملیات استخباراتو تنظیم کړي وو».

«په کوباني کې د جنګونو پر مهال موږ خوړنتوکي له ترکیې نه تر لاسه کول»

کریم امرهَ وایي چې داعش پر ترکیه او عراق مازوت پلوري، او له ترکیې او سعودي عربستان څخه خوړنتوکي تر لاسه کوي. امرهَ زیاتوي: «په کوباني کې د جنګونو پر مهال زموږ قوماندان ترکیې ته ډېر تللو. له همغه ځایه یې خواړه او زموږ د اړتیاوو نور ډېر څیزونه راوړل. په داعش کې قوماندانان په خټه ترکان وو».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *