له دي سره چي عراقي چار واکي په رمادي ښار کې خپل پرمختګ ګړندی نه بولي او وایي چې خپلې موخې ورو ورو ځان نږدې کوي. امریکایي چارواکیو هم دا عم296539لیات له صبره ډک او ستوزمن ښودلي دي. له داعش وسله والو څخه د رمادي ښآر پاکوالی بیلا بیل اړخونه لري.

لومړی دا چې دا ښار د صدام حسین د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته د وسله والو په یوه مهم مرکز اوښتی دی او اوس د دولتي ځواکونو له لوري نیول یې کولای شي دې سیمې ته امنیت بیرته را وګرځوي او په دې ښار کې عادي ژوند پیل شي. دوهم اړخ چې د اهمیت وړ دی دادی چې دا ښار په تیرو وختونو کې د عراقي ځواکونو له لوري په شرم آوره توګه د داعش جنګیالیتو ته پریښودل شو. ددې ښار نیولو د عراقیانو پر وړاندې د خپل هیواد پوځیانو باور او اعتبار ته تر ډيره زیان ورساوه. موصل د عراق یو مهم ښار وو چې د داعش لاس ته ورغی.

خو د موصل سقوط د رمادي ښآر په ډول تر ډيره اغیزناکه نه وو

په موصول د بریدونو لپاره مخکې له مخکې پلان نیول شوی وو او ددې ښار د نیولو لپاره داعش مخکې له مخې نقشې رامنځ ته کړې او ددوی له پلان څخه ټول اړخونه پوه وو.

د موصل ښار نیول هغه مسله وه چې د داعش له لوري د بعثیانو په ملتیا او د بهرنیو پلانونو له مخې د داعش جنګیالیو له لوري پلې شوه، خو رمادي په داسې حال کې سقوط وکړ چې امینتي سرتیرو په دې ښار کې شتون درلود او له ځانه یې تر ډيره مقاومت ښکاره نکړ او په ډيرې هوساینې سره یې دا ښار د داعش جنګیالیو ته پریښود. د ویلو وړ ده چې په دې ښار د داعش له لوري سخت بریدونه هم وشول چې امنیتي سرتیري یې شاتګ ته اړ کړل. خو اوس د رمادي ښار بیرته نیول کولای شې په هغه ویاله کې اوبه بیا بوځي کوم چې مخکې له دې پکې تللې وې او په دې سره به د عراق پوځ پرې شوې پزه بیرته پر ځای شي.

خو له دې ټولو سره د رمادي ښار نیول آسانه کار نه دی. پر دې ښار د عراقي پوځیانو له لوري برید په لومړیو کې د نښه ویشتونکو او ځانمرګو بریدونو سره مخ شو. داعشیان له دې او پر لارو د ماینونو د ځای پر ځای کولو له لارې غواړي ترڅو د عراقي ځواکونو مخنیوی وکړي. عراقي امنیتي مسولینو هم منلي چې ددوی پرمختګ ډير پڅ دی. عراقي ځواکونه اړ دي ترڅو په دې برخه کې له ډير احتیاط څخه کار واخلي او ډیر کوچونۍ ګواښ هم په پام کې ونیسي او په دې برخه کې بیغوري ونکړي

د وسله والو پر وړاندې مبارزه له یوه بله خنډ سره هم مخ ده هغه داده چې وسله وال له سیمه ایزو خلکو د انساني سپر په توګه کار اخلي. د عراق دفاع وزارت ویلي له کله چې د هوا له لارې دوی د رمادي ښار اوسیدونکو ته د وتلو او تر نږدې راتلونکې په دې ښار د عملیات خبر ورکړی دی د داعش جنګیالي له دې ښاره د ملکي کسانو د وتلو مخنیوی کوي. له دې سره دې ډلې تر خپل واک لاندې په سیمو کې د عملیاتو له پیلیدو سره په ځینو نیولو هم لاس پورې کړی دی.

بله موضوع چې د پام وړ ده هغه د عراق په هکله د سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو غوښتنې دي. د داعش وسله واله دله د ډيریو سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو له ملاتړه برخمنه ده. ددې هیواد د ستونزو د هواری په لاره کې یو شمیر سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو او بنسټونو   چې په دې هیواد کې د خپلو موخو په لټه کې دي خنډونه رامنځ ته کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *