ځايي چارواکي وايي، د بادغيس په جوند ولسوالۍ کې يو شمېر کسانو پر يوې نهه کلنې نجلۍ جنسي تېرى کړى دى.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي او د بادغېس د ولايتي شورا غړي فريد اخي زي، وويل چې شاوخوا لس ورځې مخکې د جوند په پيراجي کلي کې ١١ تنو پر يوې نهه کلنې نجلۍ جنسي تېرى کړى دىBadghis 22_0.

هغه ادعا کوي، چې په يادو ١١ تنو کې څلور تنه د جوند د امنيه قوماندانۍ پوليس سرتېري او پاتې نور ناقانونه وسله وال دي.

دى زياتوي، ياده نهه کلنه نجلۍ په همدې کلي کې د يوه ځايي ډاکټر تر درملنې لاندې وه او اوس يې روغتيايي حالت ښه دى.

د ولايتي شورا دغه غړى وايي، ياده ماشومه پر هغې تر جنسي تېري وروسته، د ناقانونه وسله والو له خوا يو تن ته د ٧٥٠زره افغانيو په بدل کې نکاح شوې ده.

هغه وايي، د دې نجلۍ پلار مړ شوى او ورور هم نه لري.

اخي زي وويل، د دې نجلۍ مور او انا د بادغيس مرکز ته ورغلي او پر نجلۍ د جنسي تېري په اړه يې ولايتي شورا او امنيه قوماندانۍ ته شکايت کړى دى.

هغه وايي، ياده نجلۍ دا مهال په خپل کلي کې له هغه تن سره ده چې د ناقانونه وسله والو له خوا ورته نکاح شوې ده.

ده وويل چې نن پر يادې ماشومې له جنسي تېري خبر شوى دى.

د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج هم پر يادې ماشومې ډله ييز جنسي تېرى تاييدوي، خو وايي چې په تجاوز کوونکو کې پوليس نشته او ټول ناقانونه وسله وال دي چې شمېر يې ښايي کابو ٧ تنو ته ورسېږي.

هغه زياته کړه، په دې تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي او قضيه د جوند د قومي مشرانو او پوليسو له لوري تر څېړنې لاندې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *