افغانستان اوسمهال د خپلې اړتیا ډېره برخه برېښنا له ګاونډيو هېوادونو رالیږدوي151127100221_bamian_solar_power_plant__640x360_bbc_nocredit

د افغانستان اوبو او برېښنا وزارت له خپلو سرچینو څخه په ګټه اخیستنې د ۱۰۰ میګاواټه بریښنا تولید پروژې دواطلبۍ ته وړاندې کړې دي.

د بریښنا تولید دا پروژې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې پلې کېږي او ډېره برخه یې د اوبو کوچني بندونه د لمر، باد انرژي جوړوي.

د اوبو بريښنا وزارت له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتنه کړې چې په افغانستان د بریښنا د تولید په دغو پروژو کې ونډه واخلي.

افغانستان اوسمهال د خپلې اړتیا ډېره برخه برېښنا له ګاونډيو هېوادونو رالیږدوي.

له کابله حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې کاږي چې اوس حکومت پلان لري چې پر نورو هېوادونو دغه تکیه ورو رور راکمه کړي او د همدې هدف لپاره یې اوس کورني او بهرني پانګوال وربللي چې په کور دننه د بريښنا د تولید په پروژو کې ونډه واخلي.

د اوبو او برېښنا وزارت د ۱۰۰ میګاواټ بریښنا د تولید لپاره په ۲۰ ولایتونو کې پروژې داوطلبې ته وړاندې کړې دي.

د دغه وزارت د قابل تجدید انرژۍ د تولید مشر، امان غالب بي بي سي ته وویل د دغو پروژو د لګښت لویه برخه به خصوصي سکتور ورکوي.

“ددې پروژې قیمت ۳۳۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی، خو پيسې یې دولت نه ورکوي. تر ۳۰ سلنه پيسې به د دولت وي او پاتې برخه به یې خصوصۍ سکتور ورکوي. په ټوله کې هدف دا دی چې خصوصي پانګوال په دې برخه کې پانګونې ته وهڅوو.” افغانستان اوسمهال ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري خو یواځې ۱۱۰۰ میګاواټه بریښنا په واک کې لري چې ډېره برخه یې له بهره يې واردوي.

ددې بریښنا ډېره برخه د لمر، باد او د اوبو کوچنيو بندونوجوړولو له لارې تولید شي او لوی مرکزونه به یې په کابل، کندهار، بلخ او هرات کې وي.

د دغو پروژو جوړېدل به دوه کاله وخت واخلي او ګټه به یې د ۲۵ کلونو لپاره له خصوصي سکتور سره شرېکه وي.

ښاغلی امان وايي د حکومت د نوې پالیسۍ له مخې یې هڅه دا ده چې له بهره را لیږدېدونکې بریښنا راکمه کړي او په افغانستان کې د ننه، د برېښنا د تولید لپاره له خپلو سرچینو ګټه واخلي.

“د ماسټر پلان له مخې، تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان ۱۰۰۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري. همدارنګه له بهره وارېدونکې بریښنا به کمیږي. نو هڅه دا ده چې دغه د اړتیا وړ ټوله برېښنا خپله تولید کړو.”

افغانستان اوسمهال ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري خو یواځې ۱۱۰۰ میګاواټه بریښنا په واک کې لري چې ډېره برخه یې له بهره يې واردوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې افغانستان کې ۳۱۶ زره میګاواټ بريښنا د تولید ظرفیت لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *